د يو سړي په نسبت د دوو ښځو ګواهي حق او که مسئوليت ؟

السلام عليکم ، يو غير مسلم ليکي دي چې اسلام نارينه او ښځو ته مساوي حقوق نه دي ورکړي د البقره سورت دغه آیت (فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ) اشاره کوي چې ولي يو نارينه له دوو ښځو سره مساوي شوی دی .

عبدالله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نوموړی په اشتباه کې دی ځکه د حقوقو او مسئوليت تر مينځ يې فرق نه دی کړی .

شهادت او ګواهي ادا کول حق نه دی بلکي يو دروند مسئوليت او کار دی چې اسلامي شريعت د نارينه په نسبت د ښځې لپاره تخفيف پکې کړی دی . او دا ګواهي د معاملاتو په باره کې ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :

[وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى] (البقرة :۲۸۲) .

ژباړه : او تاسو له خپلو (مسلمانانو) سړیو نه دوه ګواهان ګواه ونیسئ۔، نو كه دوه سړي ګواهان نه وي، نو یو سړى او دوه ښځې (دې ګواه شي) له هغو ګواهانو څخه چې تاسو يې خوښَوئ، د دې لپاره چې كه په دواړو كې له یوې نه هېر شي؛ نو په دوى كې یوه به يې بلې ته وریاد كړ.

په ګواهۍ کې د نارينه په نسبت د دوو ښځو ټاکلو حکمت

۱- په ګواهۍ کې محکمې ته تلل او حاضرېدلو ته ضرورت وي چې د يوې ښځې پر ځای دوې ښځې مناسبې دي .

۲- په معاملاتو او بيروني دروندو کارونو کې ښځې نابلده وي نو ځکه د هيرېدو امکان موجود وي که له يوې څخه هيره شي هغه بله يې ورياد کړي .

۳- ګواهۍ او شهادت ادا کول يو داسې مسئوليت دی چې د دوښمنۍ پيښېدو امکان هم پکې شته نو په دې صورت کې د يوې ښځې پر ځای دوې ښځې مناسبې دي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email