د آسمان په اړه د يوې شبهې ځواب

د انلاین اسلامي لارښود درنو چلوونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرګاتو له یوه ملحد سره مخامخ شویم چه په لاندې مو ضوع کې يې بحث کړيدی چه خلاصه مې يې په لاندې ډول راټوله کړيده که مو په دې اړه قناعت بخشه ځوابونه راکړل ډېره مهرباني به موي

داوو اسمانونو موجودیت چه د قران په (طلاق ۱۲،ملک۳،الانبیا۳۲)ایت ثابت دی * ساینس د اسمان په نوم څه شي نه پېژني

احمد ضياء زهين

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو اووه آسمانونه موجود دي ، د دنيا آسمان د ځمکې د پاره د چت حثيت لري د يو قسم سماوي مادي څخه جوړ شوي او په ستورو ښايسته شوی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَجَعَلْنَا السَّمَاء سَقْفًا مَّحْفُوظًا] (الأنبياء:32).

ژباړه : او ګرځولی دی مونږ آسمان چت ساتل شوی .

او فرمايي : [الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ فِرَاشاً وَالسَّمَاء بِنَاء] (البقرة:۲۲).

اصل دا دی چې د موجوده کائيناتو په اړه د بشر علم او احاطه ټول اټکلي او فرضي دي ځکه بشر چې د کون او کائيناتو په اړه لږ اندازه معلومات وړاندې کړي دي د فلکي دوربين (تلسکوپ) او يا فضايي راکت په وسیله دي ، د فضايي راکت سرعت تقريباً (3000m/h) ميله په يو ساعت کې چې تقريباً په (8.5) دقيقو کې (104) ټنه د سوخت موادو او انرژۍ ته ضرورت لري واضح خبره ده چې ددې لويې هستۍ څيړنه به څنګه وکولای شي ؟

د جيولوجي علماؤ تر اوسه پورې نه دي توانيدلي چې د ځمکې (13-20) کيلو متره ژور خپل تحقيقات وکړي ځکه د (ميتل) طبقې لاندې د (مګما) د اور لرونکې او اور غورځونکی طبقه ده چې هلته حرارت ډير زيات دی .

همدارنګه ساينس تر اوسه پورې نشي کولای د لمر کره وګوري حتی د لمر کرې ته ورنيږدي شي ځکه چې حرارت زيات دی .

نو هغه بشر چې د خپلو پښو لاندې ځمکې او پاس لمر د کتلو توان نلري نو د لوړ آسمان (چې فاصله يوازې الله تعالی ته معلومه ده ) به څنګه وکتلای شي ؟

لکه د کائيناتو ، ځمکې ، لمر او نورو په اړه چې ساينسي معلومات اټکلي او فرضي دي همداسې د آسمان په اړه هم معلومات اټکلي دي .

آسمان يو کامل او محفوظ چت دی

پخوا به فلاسفه او نورو ويل چې فضاء پورته همداسې خالي ده مګر وروسته دا نظريه رد شوه .

په 2007 کال کې د امريکا ناسا مؤسسي د فضاء چاپيره يو تياره ماده (Drak Matter) کشف کړه چې ضخامت يې ډير زيات دی چې تقريباً 2.5 ميليون نوري کلونه ته رسیږي او مونږ پوهيږو چې د نور سرعت په يو ثانيه کې (300000) کيکو متره ته رسیږي .

همدارنګه دوکتور هثيم طلعت وايي : ما خپله په فريک کې لوستلي کوم چې د اينشتاين د 1916 کال د نظريه خلاصه وه چې په 60 ورقو کې ترتيب او د (annalen derphysic) مجله کې نشر شوې او په کې ليکل شوي وو چې:

موجود ستوري کوم چې تجلی کوي او پړکيږي همداسې په فضاء کې ځای پر ځای شوي نه دي بلکي په داسې يو آساس او بناء پورې ځوړند دي چې دغو ستورو د کتلې او جسم طاقت لري (أشهرشبهة يطرحها الملحد/دوکتور هثيم طلعت ).

السماء بناء متكامل وسقف محفوظ ومرفوع، هذه المسألة أنا بحثت فيها في الفيزياء بنفسي، في عام 1916 لخص اينشتاين نظريته العامة في بحث نشر في مجلة annalen derphysic بين في أقل من 60 صفحة أن الفضاء ليس مجرد ستار تتجلى عليه الحوادث بل هو نفسه بنية أساسيه تتأثر بطاقة الأجسام التي يحويها وبكتلتها وقد علق ماكس برون على النظرية بقوله ” تبدو لي النظرية إنها أعظم إنجاز حققه الفكر البشري عن الطبيعة وأنها أعظم تركيب مذهل يجمع بين النظرة الفلسفية الثاقبة والإلهام الفيزيائي والمهارة الرياضية.”
إذن السماء مبنية ويمكن أن تسقط ويمكن أن تنهار مادتها في أي لحظة ويمكن أن تصطدم المادة المظلمة التي تُكون 72% من مادة السماء بذرات عالمنا المادي فينهار عالمنا المادي في أي لحظة ويمكن أن تتحول أكبر الأفلاك في عالمنا إلى ثقوب سوداء وننهار في أي لحظة .. إذن الله وحده هو الذي يمسك السماء أن تقع على الأرض (دوکتور هثيم طلعت ).

نو ثابته شوه چې آسمان د سماوي مادې څخه جوړ شوی دی اټکل ښي چې ۷۲٪ له تياره مادي څخه تشکيل شوی دی ، آسمان جسمي او مادي جوښت لري چې الله سبحانه وتعالی پخپل قدرت درولی دی .

وروڼو او خويندو ! د الله تعالی دومره پراخه کائينات او هستي ده چې د انسان فکر هغه بالکل نشي احاطه کيدای .

مونږ چې څه وينو ځمکه ، لمر ، آسمان او نورې سياري او ددې په باره کې چې د بشر له لږو اټکلي څيړنو څخه اروو ، ددې څخه علاوه نوره هستي خو يوازې الله تعالی معلومه ده .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم چې د معراج په شپه اووه آسمانونه ليدلي اوبيا تر سدرة المنتهی پورې تللی نو دا به څومره هستي وي ….

بس ددې څخه څرګنديږي که چا جعرافيه او جيولوجې لوستي وي نو د ځمکې له قطر او لويوالی به خبر وي خو د لمر قطر بيا د ځمکې په نسبت (109) ځله لوی دی ، يعنې لمر (109) ځله له ځمکې څخه لوی دی .

سبحان الله وبحمده سبحان الله العظيم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email