د «رد الحاد» منهج او طريقه

بسم الله الرحمن الرحيم

د الله سبحانه وتعالی د وحدانيت او دين طرف ته دعوت به د اسلامي شريعت د منهج موافق وي .

د مخالف لورې سره به په ښه شان او ښه طريقه بحث او استدلال تر سره کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی :[ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ] (النحل ۱۲۵).

ژباړه: بلنه کوه لياری د رب خپل ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.

د اسلامي دعوت شرط علم او بصيرت دی. د مخالف لورې سره بحث او استدلال کوونکی به پر خپل استدلال حاکم او عالم وي .

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)

ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  ) .

او کچېرې څوک د مخالف لوري سره مخامخ شي او د ده سره د بحث او استدلال علم نه وي نو د علماؤ څخه به پوښتنه کوي .

فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

ژباړه: نو تاسو له اهلِ علمو نه پوښتنه وكړئ كه چېرې تاسو یئ چې نه پوهېږئ .

زمونږ ځينې وروڼه چې کله د مخالف لورې او د هغه د شبهاتو سره مخامخ شي نو د ليل او بحث نه پوهيدو په صورت کې د قهر او غصې له وجې مقابل لورې ته ښنځل کوي او د دليل پر ځای بد رد ورته وايي دا کار په لاندې دلائلو ډير نا مناسب کار دی .

۱- د اسلامي شريعت له منهج او طريقې څخه مخالفت .

۲- د مسلمانان بد نامي ، اسلام او مسلمان ته د طعن متوجه کيدل.

۳- ددې کار څخه د مخالف لورې سوء استفاده .

۴- د شبهاتو په ګرداب کې را ګيرېدل ځکه چې د ده سره يې ځواب نشته .

ټول مسلمانان او د حقې لارې داعيان بايد دې خبرې ته متوجه وي چې اسلامي دعوت او «أمر بالمعروف و نهی عن المنکر » لوی کار دی ، د پيغمبران عليهم السلام لاره ده ، ستر اجر لري او لوی عبادت دی او د هر عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي : اخلاص لله سبحانه او اتباع رسول الله صلی الله عليه وسلم .

اسلامي دعوت به هغه وخت مأثر وي چې په شرعي منهج او طريقه برابر وي .

د قرآنکريم او سنتو منهج ته که وکتل شي نو د هرې ډلې د عقائدو او افکار و موافق اسلوب او استدلال نه کار اخيستل شوی دی ، د الحاد او دهرينو لپاره يو قسم اسلوب او استدلال ، د مشرکينو لپاره بل قسم ، د اهل کتاب لپاره د هغوی د افکارو او عقائدو موافق او همدارنګه د منافقينو لپاره د هغوی د عقائدو موافق اسلوب او استدلال په نظر کې نيول شوي دي .

د دغه رسالې (رد الحاد او سيکولرزم) منهج شرعي دی او د هغه تر څنګ عقلي ، علمي او ساينسي دلائل هم وړاندې شوي دي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email