سريزه (رد الحاد)

الحمد لله الذي خلق السموات والأرض وجعل الظلمات والنور ثم الذين كفروا بربهم يعدلون، والصلاة والسلام على نبينا محمد، الذي أرسله الله هاديًا ومبشرًا ونذيرًا، وداعيًا إليه بإذنه وسراجًا منيرًا، أما بعد:

مسلمانانو وروڼو او خويندو ! مونږ په داسې يو زمانه کې اوسيږي چې فتنې ډيرې دي د دغو فتنو څخه يو ستره او خطرناکه فتنه په اسلامي هيوادونو کې د الحاد خپرول او د ملحدينو اشغال دی .

هغه ملحدين چې ځينې د الله تعالی د وجود څخه انکار کوي ځينې د آسماني دين څخه انکار کوي ، او ځينې د دين او سياست جلاوالی غواړي ،او دغه د شيطان او دجال لښکر په څو پوڅو احمقانه فرضيو او خيالي دلائلو او اوهامو سره غواړي چې په مسلمانانو کې خپل پوڅ عقائد نشر کړي او يا د مسلمانانو په عقېده کې شکونه واچوي او يا د الله تعالی بنده ګان د خالص عبادت څخه منع کړي او د وهمي خيالونو او شهواتو په دام کې يې را ګير کړي .

ډير ملحدين د کائيناتو په ستره هستۍ او خپل بدن کې د الله تعالی د قدرت نښې ويني خو بيا هم د کبر ، خواهشاتو او شهواتو د وجې انکار کوي ، لقوله سبحانه وتعالی : [سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنْفُسِهِمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ أَوَلَمْ يَكْفِ بِرَبِّكَ أَنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدٌ ] (فصلت: 53).

ژباړه: ژر به وښايو هغوی ته خپل دلائل د کائنتانو په مختلفو څنډو او د هغوی په ځانونو کې ، تر څو ورته په ډاګه شي چې زمونږ خبره حقه ده . آيا دا خبره کفايت نه کوي چې الله له هر شي نه خبر او پرې شاهد دی .

او فرمايي: [ وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنْفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ ] (النمل: 14).

ژباړه: او د ظلم او غرور له کلبه يې ترې انکار وکړ سره له دې چې زړونه يې ښه پرې باوري شوی وو . نو وګوره چې د مفسدانو پای څنګه دی ؟

د انکار سربيره کوښښ کوي تر څو خپلې پوچې عقيدې ته نور خلک دعوت کړي ، د حق پر وړاندې جګړه کوي او غواړي په مسلمانانو کې شکونه واچوي .

په دغه رساله کې د ملحدينو د ټولو پوچو عقائد علمي رد شوی او د دوی چې کوم شبهات د اسلام په باره کې وارد کړی دي د هغو رد شوی دی .

 الله تعالی ته سوال کوم چې ماته او ټولو هغو وروڼو ته چې د دغه مطالبو په خپرولو کې برخه اخلي دغه عمل خاص لله تعالی وګرځوي او مونږ تاسې ته يې د قيامت د ورځې لپاره ذخيره کړي هغه ورځ چې : [ يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ] (الشعراء: 88، 89).

ژباړه: په هغه ورځ چې نه مال ګټه رسولای شي او نه ځامن ، مګر ګټه يوازې د هغه چا ته چې الله تعالی ته په پاک زړه ورشي .

او الله تعالی دې دغه (رد الحاد رساله) ټولو مسلمانانو ته ګټوره وګرځوي او الله تعالی يې دې د کفر او الحاد پر وړاندې دفاعي کمر بند وګرځوي .

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين.

 وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعلى آله وصحبه والتابعين لهم بإحسان إلى يوم الدين.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email