د ناروغ لمونځ

د ناروع لمونځ :

معذور ، ناروغ او معیوب کس ته جايز دی که په ولاړه لمونځ نشي کولای په ناسته به يې ادا کړي که په ناسته يې نشي ادا کولای نو په څنګ او پرېوتلو سره دې لمونځ ادا کړي .

جناب نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : صَلِّ قَائِمًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ (بخاري).

يعنې : په ولاړه لمونځ کوه ، کچيرې نه توانيدې په ناسته سره لمونځ کوه او که (په ناسته نه توانيدې ) نو په څنګ لمونځ کوه .

که چيرې معذور او مريض کس په ولاړه لمونځ نشي ادا کولای هغه به په کيناستلو سره لمونځ کوي داسې کيناستل لکه د قعدې په حالت کې که هغه شان نشي کيناستی نو په څه ډول چې کيناستی شي هسې دې کيني او که پر ځمکه نشي کيناستی په چوکۍ کيناستل جايز دي ، لاسونه به د نامه لاندې نيسي د قیام په شان به ثناء ، فاتحه او سورت لولي او رکوع به کوي .

د رکوع د پاره به په کيناستی حالت کښته او ټيټ شي څومره يې چې وس وي او وروسته به سجده ادا کړي که سجده نشي ادا کولای نو لکه د رکوع په څير به ښکته شي مګر لږ تر رکوع زيات ټېټېدو سره به سجده ادا کړي او که هيڅ نشي ښکته کيدای نو د سر په اشاره سره به رکوع او سجده کوي .

او که کيناستی هم نشي نو قبلې لورې ته به مخ کوي په څنک باندې به د سر په اشاره سره لمونځ ادا کوي

نداء الحق اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 37 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. محمد انور سروری

    سلام که چیری یو کس په یوه لیری ځای کښی وظیفه ولری اوزیادتر وخت هلته اوسیږی نو که چیری خپل کور ته دڅوورځو لپاره راشی نو په کور کښی مسافر دی او که نه؟؟
    مننه

    ————————–
    ځواب
    پخپل کور کې مقيم دی