په رمضان المبارک کې عمره ادا کول زيات اجر ثواب لري .
عن ابن عباس رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم «عمرة فی رمضان تعدل حجة- أو حجة معي» ( متفق عليه)
ژباړه: له ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : په رمضان کې عمره د حج سره برابره ده او يا داسې ثواب لري لکه چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای حج کړی وي.
په حرم شريف کې يو لمونځ په جماعت سره ادا کول د يو لکو لمونځونو ثواب لري .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: [صَلاةٌ فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ أَفْضَلُ مِنْ مِائَةِ أَلْفِ صَلاةٍ فِيمَا سِوَاهُ ] (احمد . 14284و ابن ماجه 1406 )
ژباړه : په مسجدالحرام کې يو لمونځ د نورو جوماتونو په پرتله د يو لکو لمونځونو اجر لري (يعنې تقريباً د 55 کلونو د لمونځونو اجر لري ) .
د عمرې ادا کولو مفصل بيان دلته ولولئ:
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود