روژه او جهاد

جهاد د اسلام لوړه څوکه ده ، د جهاد مقصد په ځمکه کې د الله تعالی د قانون پياده کول ، د ظالمانو د شر څخه د مظلومانو خلاصول او د کفر او الحاد څخه د اسلام ، مسلمانانو او اسلامي خاورې ساتل دي، د کفر او الحاد د قوت او فساد اوبه کول دي .

جهاد د ظلم پر وړاندې مسلحانه قيام دی تر څو په ځمکه کې د اسلامي شريعت د قانون موافق عدل قايم شي .

د اسلام په پيل کې چې کله مسلمانان د کفارو او مشرکينو له ظلمونو څخه زيات په تکليف شول نو دوی به د جهاد د حکم د نزول تمنا او هيله کوله ، تر څو مونږ د ځان دفاع وکړو او د کفارو له شر څخه په امن شو ، بلاخره د قتال حکم نازل شو: {أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُواْ وَإِنَّ الله على نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ} [الحج: 39]. او بيا د قتال نور آيتونه نازل شول .

کچېرې جهاد نه وای نو نن به د ځمکې پر مخ يو کلمه ويوونکی مؤمن نه وای نن به يو روژه نيوونکی او د الله تعالی عبادت کوونکی نه وو، د مدينې منورې کوچنی رياست به د کافران په لاس وران شوی وو ، مګر د دعوت الی الله او جهاد په برکت ټولې نړۍ ته دين ورسيدو .

کفارو په هر عصر او زمان کې غوښتي چې اسلام له بيخه وباسي او د ځمکې پر مخ يو مؤمن هم پرېنږدې خو هغه د جهاد برکت وو چې کوچني ولسونه د لويو طاغوتيانو پر وړاندې ودرېدل الله تعالی يې نصرت وکړ او پر دوښمن يې بری تر لاسه کړ .

د مسلمان د هيڅ عبادت څخه د اسلام دوښمنان دومره ډار او وېره نلري لکه د جهاد څخه يې چې لري ، ځکه همدا جهاد دی چې د مسلمانان دين ، ناموس عزت او خاوره ساتي ، همدا جهاد دی چې مسلمانان د کفارو له غلامۍ او اسارت څخه خلاصوي ، همدا جهاد دی چې د نړۍ ستر متکبر قوتونه له پښو غورځوي .

جهاد د مسلمانانو عزت او وقار او ترک يې ذلت دی :

ابن عمر رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«.. وترکتم الجهاد سلط الله علیکم ذلالا ینزعه حتی ترجعوا الی دينکم (رواه  ابوداود باسناد حسن).

ژباړه : او کله چې تاسې جهاد ترک کړئ نو الله تعالی به پر تاسې باندې داسې ذلت راولي چې بیا به يې در څخه پورته نه کړي مګر دا چې تاسې بيرته دين خپل ته (الجهاد) ته مخ کړئ .

جهاد افضلترين عمل دی :

د بخاري په حديث شريف کې راغلي :« أنَّ رجلا قَال: يا رسُولَ اللَّهِ دُلَّني عَلى عملٍ يَعْدِلُ الجهَاد؟ قال: « لا أجدهُ » ثُمَّ قال: « هل تَستَطِيعُ إذا خَرَجَ المُجاهِدُ أن تدخُلَ مَسجِدَك فتَقُومَ ولا تَفتُر، وتَصُومَ ولا تُفطِر؟ » فَقال: ومَنْ يستطِيعُ ذَلك؟» .

ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو کس پوښتنه وکړه چې ماته داسې عمل وښایه چې اجر او ثواب يې له جهاد سره برابر وي ، ويې فرمايل : داسې عمل نشته . بيا يې وفرمايل : آيا ته ددې توان لرې چې کله مجاهد ووځي او ته دې خپل جومات ته لاړ شې او هلته ودريږې او لمونځونه وکړي او هيڅ دمه ونه کړې او روژه ونيسې داسې چې هيڅ يې ماته نه کړې ، هغه کس وويل : نو دا به د چا په توان پوره وي ؟

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي « ما اغْبَرَّتْ قدَما عَبْدٍ في سبيلِ اللَّه فتَمسَّه النَّارُ » (البخاری).

ژباړه : داسې نشی کيدای چې د بنده قدمونه د الله په لار کې ګردجن او خړ شي او بيا يې د دوزخ اور وسوځوي .

د الله تعالی په لار کې د روژې نيولو اجر :

ابی سعيد الخدري رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« مَا مِنْ عبْدٍ يصُومُ يَوماً في سبِيلِ اللَّه إِلاَّ باعَدَ اللَّه بِذلك اليَومِ وجهَهُ عَن النَّارِ سبعينَ خرِيفاً » (متفقٌ عليه).

ژباړه: هيڅ بنده نشته چې يو ورځ د الله تعالی په لار کې روژه ونيسي مګر دا چې الله تعالی د هغه ورځې په بدل کې دی اويا کاله له دوزخ څخه لرې کوي.

و بالله توفیق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email