په کومو شيانو چې روژه نه ماتيږي

په لاندې شيانو روژه نه ماتيږي

۱- په هيره سره څه خوړل او څښل … او نور .

۲- د ورځې احتلام کېدو سره (په خوب کې انزال ) او يا په فکر او نظر سره انزال چې دا کار ګناه ده مګر روژه نه ماتوي ځکه د جماع او استمناء صورت نلري .

مګر د فکر او نظر په تکرارولو انزال کېدو سره روژه ماتيږي .

۳- په سترګو کې قطره اچول او يا سترګې په رنجو تورول روژه نه ماتوي ځکه چې جناب نبی صلی الله عليه وسلم په روژه کې رانجه استعمال کړې دي .

۴- حجامت ( د وينې ايستل ) يا د وينې ورکول روژه نه ماتوي .

۵- په روژه کې مسواک وهل روژه نه ماتوي .

۶- غسل کول ، لامبو وهل او د لمدو جامو اغوېستل روژه نه ماتوي .

۷- په خوله او پزه اوبه تيرول ولو که د اودس پرته هم وي روژې ته نقصان نلري مګر مبالغه کول پکې مکروه دي .

۸- بې قصده خولې ته د دود ، غبار ، مچ ننوتل روژه نه ماتوي .

مګر قصداً د اوبو د بخار او دود کش کول روژه ماتوي .

۹- د غاښ اېستل په هغه صورت کې چې وينه يا درمل تير نشي .

۱۰- د لامبو په سبب غوږ ته د اوبو ننوتل او غوږ قطره .

۱۱- د قصد او ارادې پرته قیء کول چې خوله ډکه نکړي .

۱۲- دغاښونو په مينځ کې د خوراکي شي تيرول چې د نخود څخه کم وي .

۱۳- د جنابت ځنډول د صبا تر ختلو پورې روژې ته نقصان نه رسوي مګر د جنابت ځنډول پکار نه دي ځکه په حديث شريف راغلي :

«لا تدخل الملائكة بيتاً فيه صورة، ولا كلب، ولا جنب»

ژباړه: ملائکې هغه کور ته نه ننوځي چې په هغه کې سپی ، تصويرونه او جنب وي .

۱۴- بې قصده د عطرو او خوشبويی بويول .

۱۵- پيچکاري کول ، د پيچکاری په باره کې د احتياط قول دا دی چې : پيچکاري دوه ډوله ده هغه چې په غوښه کې کيږي او بل هغه چې په رګ کي کيږي .

د غوښي پيچکاري کچيرې غذايي وي روژه ماتوي او که غذايي نه وي روژه نه ماتوي .

او د رګ پيچاری که عذايي او که نه په دواړو حالاتو کې روژه ماتوي ځکه معدې او کلمو ته لاره لري .

۱۶- د شهوت پرته د ميرمنې مچې کول .

چې دری حالتونه لري :

اول- که د شهوت سره وي او پخپل ځان حاکميت ونه لري نو داسې کول حرام دي ، روژه مکروه کيږي .

دوهم – چې د شهوت سره وي او پخپل ځان حاکميت ولري نو دا کار هم مکروه دی.

دريم – چې د شهوت سره نه وي او پخپل نفس قادر وي روژې ته نقصان نلري .

۱۷- د تنفسي مريضانو لپاره د مصنوعي اوکسجن کش کول روژه نه ماتوي .

۱۸- مرهم ، پټی او پاسمان سره روژه نه ماتيږي

(فقه الاسلامي وادلته ، الدر المختار: 132/2-153، فتح القدير: 64/2-77، البدائع، 94/2- ، فقه صيام الاکاديمية الاسلامية / دوکتور راشد بن عثمان ) .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 222 times, 1 visits today)