په زکات کې د مال ورکول جايز دي ؟

اسلام علیکم ورحمة اللّه وبركاته
محترمینو د زکات په مورد یو پوشتنه لرم هیله کوم چی
رته جواب یی کری
ایا دزکات په پیسو باند خوراکی تو کی یا دضرورت اجناس مستحقینو ته اخیستلی شو او زکات صحیح کیژی مثلاًپه یو شخص باندی زکات فرض دی همدغه نفر په بازارکی د زکات په پیسو باندی مختلف توکی را ونیسی او په مستحقینو
باندی یی توضیع کری ایا په همدی شکل جواز لری ستاسو دجواب په هیله مننه

محمد نبی


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په زکات کې د عين مال ورکول او يا د قيمت ورکول دواړه جايز دي .

او يا د ضروري شيانو لکه : اوړه ، ورجې او غوړ اخيستل او مستحق ته ورکول جايز دي ، لکن ښه خبره دا ده چې هغه ته نغدې پسې ورکړ شي تر څو خپله اولیه ضروريات ورباندې حل کړي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

يخير التاجر بين العين أو القيمة، فللمالك الخيار عند حولان الحول بين الإخراج من قيمة التجارة، فيخرج ربع عشر القيمة، وبين الإخراج من عينها، فيخرج ربع عشر العين التجارية (فقه الاسلامي وادلته ، البدائع ۲/۲۱ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email