د معلم اخلاق – تواضع او صبر

۲- تواضع:

همدارنګه معلم ته په کار ده چې پخپل ځان کې تواضع راولي او نورو زده کوونکو ته د هغه تعليم ورکړي .

نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«ومن تواضع لله رفعه الله» (شرح مسلم ۱۶/۱۴۱).

ژباړه: چا چې د الله د پاره تواضع وکړه الله تعالی به يې اوچت کړي .

پوهان وايي: کبر هغه زينه ده چې له آخري پوړ څخه سړی پر ځمکه غورځوي .

۳- صبر:

د تدريس او درس ورکولو مهنت د تکليف سره تړلی دی کله معلم له ځينو زده کوونکو څخه بدې خبرې اورې او د هغوی بد حرکات ويني نو هغوی ته دې د ځان فکر نه کوي او دا فکر دې هم نه کوي چې هغوی به ټول اصلاح وي بلکي په صبر او حوصله د هغوی د اصلاح لپاره هڅې کول پکار دي، زمونږ لپاره ستره نمونه معلم الناس محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم دی .

«عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضی الله عنه قَالَ: كُنْتُ أَمْشِي مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم وَعَلَيْهِ بُرْدٌ نَجْرَانِيٌّ غَلِيظُ الْحَاشِيَةِ، فَأَدْرَكَهُ أَعْرَابِيٌّ، فَجَذَبَهُ جَذْبَةً شَدِيدَةً حَتَّى نَظَرْتُ إِلَى صَفْحَةِ عَاتِقِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَدْ أَثَّرَتْ بِهِ حَاشِيَةُ الرِّدَاءِ مِنْ شِدَّةِ جَذْبَتِهِ، ثُمَّ قَالَ: مُرْ لِي مِنْ مَالِ اللَّهِ الَّذِي عِنْدَكَ، فَالْتَفَتَ إِلَيْهِ فَضَحِكَ، ثُمَّ أَمَرَ لَهُ بِعَطَاءٍ» (بخارى:۳۱۴۹).

ژباړه : (انس بن مالک رضی الله عنه وايي: د نبی صلی الله عليه وسلم سره تللم، او هغه يو نجراني چادر چې پنډې څنډې يې لرلې اغوستی وو، يو اعرابي آنحضرت صلی الله عليه وسلم را ورسيد او چادر يې په سختی ورڅخه کش کړ داسې چې ما د نبی اکرم صلی الله عليه وسلم ورميز ته وکتل نو د چادر د سخت کش کولو اثر مې پکې وليد، بيا هغه کس وويل: امر وکړه چې د الله تعالی د مال څخه چې ستا په اختيار کې دی ما ته هم څه راکړي، رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته وکتل او تبسم يې وکړ او امر يې وکړ تر څو هغه ته هم څه ورکړي) .

د صبر ثمره ډير ښه وي، په داسې حالاتو کې معلم لره بې صبرې او ښنځل کول پکار نه دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email