د معلم اخلاق- صدق او په وعده باندې وفاء

د معلم اقوال او افعال د زده کوونکو لپاره نمونه ده

د معلم هره خبره او عمل د زده کوونکو لپاره نمونه ده او دوی په هغه پسې اقتداء کوي، نو معلم ته پکار ده چې خپلو اقوالو او افغالو ته متوجه شي او لاندې ټکې په نظر کې ونیسي .

۱- صدق او په وعده باندې وفاء کول :

صدق او رښتيا د معلم د سر تاج دی، معلم بايد پخپلو ټولو خبرو کې رښتيا ويونکی وي، له يو اړخه هره خبره که ښه وي او يا بده د بنده په اعمالو کې ليکل کيږي او له بله اړخه معلم دې دا فکر نه کوي چې زه هر څه وايم زده کوونکي نه ورباندې پوهيږي، داسې فکر کول بې ځايه دي، زده کوونکي ستا په هر خبره پوهيږي او که ستا درواغ ورته ثابت شي نو بيا ستا په رښتيا هم باور نه کوي .

صدق او رښتينولي د هر مسلمان جوهر دی او د جنت لاره ده .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«إن الصدق يهدي إلى البر وإن البر يهدي إلى الجنة وإن الرجل ليصدق حتى يكتب عند الله صديقاً وإن الكذب يهدي إلى الفجور وإن الفجور يهدي إلى النار وإن والرجل ليكذب حتى يكتب عند الله كذاباً» (رواه البخاري والمسلم). ژباړه: (يقيناً صداقت بنده د نيکۍ طرف ته بيايي او نيکي بنده د جنت طرف ته بيايي تر دې پورې چې رښتيا ويونکی سړی د الله په نزد صديق وليکل شي، او یقيناً چې درواغ سړی د بدو کارونو طرف ته بيايي او بد کارونه سړی د اور طرف ته بيايي تر دې پورې چې درواغ ويونکی سړی د الله په نزد درواجن وليکل شي).

او پر وعده باندې وفاء کول د مسلمان ستر صفت دی او وفاء نه کول د منافق صفت دی .

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَءَامَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ] (المائده). ژباړه: (ای مؤمنانو پر خپلو وعدو وفا کوئ).

په وعده وفا کول د مسلمان ستر صفت دی

[وَالَّذِينَ هُمْ لأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ] (المومنون ۸). ژباړه: (او هغه کسان (کامياب شول) چې دوی د امانتونو او وعدو رعايت کوونکي دي).

د وعدې مخالفت کول د منافقت نښه ده، په حديث شريف راغلي دي: عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان» (البخاري).

ژباړه: (له ابوهريرة نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د منافق دری نښې دي: چې کله خبرې کوي دروغ وايي، کله چې وعده وکړي په هغه وفا نه کوي او که امانت ور ته ورسپارل شي په هغه کې خيانت کوي).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email