د سجده تلاوت له آيت څخه تېرېدل

السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته. الله ج دي تاسو ته ددي خدمت کولو اجر عظیم درکړي او الله ج دي درته قبول کړي. زه هم يوه پوشتنه لرم اوهغه داچي کله دقرانکریم په تلاوت کولو کي دي سجدي آیت راشي که هغه پریږدم او دهغه پسې آیت ووایم ( هغه د چا په اصطلاح یاني دي سجدي له آیت نه ټوپ اچول) دابه سنګه وي ګناه به وي که به نه وي او ماقرانکریم سو ځله ټول تلاوت کړی خو سجدې مي کله کله کړي دي اوس نه راته معلومیژي چي سومره سجدي به راباندي وي دابه سنګه کوم سه ترتیب ده. مننه خیر اوسۍ کور مو ودان. عبدالله له پکتیکا ولایت نه


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ په نزد د سجده تلاوت له آيت څخه تېرېدل او پرېښودل د سنتو خلاف او داسې کول مکروه دي .

ذَهَبَ جُمْهُورُ الْفُقَهَاءِ إِلَى أَنَّهُ يُكْرَهُ لِلرَّجُلِ أَنْ يَقْرَأَ السُّورَةَ أَوِ الآيَاتِ فِي الصَّلاةِ أَوْ غَيْرِهَا يَدَعُ آيَةَ السَّجْدَةِ حَتَّى لا يَسْجُدَهَا ، لأَنَّهُ لَمْ يُنْقَلْ عَنِ السَّلَفِ بَلْ نُقِلَتْ كَرَاهَتُهُ ، وَلأَنَّهُ يُشْبِهُ الاسْتِنْكَافَ ؛ لأَنَّهُ قَطْعٌ لِنَظْمِ الْقُرْآنِ وَتَغْيِيرٌ لِتَأْلِيفِهِ ، وَاتِّبَاعُ النَّظْمِ وَالتَّأْلِيفِ مَأْمُورٌ بِهِ ، قَالَ تَعَالَى : { فَإِذَا قَرَأْنَاهُ فَاتَّبِعْ قُرْآنَهُ }

(موسوعة الفقهية ۲۴/۲۲۹ ، فتح القدير 1 / 391 ـ 392 ، وبدائع الصنائع 1 / 192).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً