د موسيقۍ په باره کې د فقهاؤ اقوال

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله وايي :الغناء مبدؤه من الشيطان وعاقبته سخط الرحمن

د سندرو او موسيقۍ پيل کوونکی او بنسټ ايښودنکی شيطان دی او عاقبت يې د الله تعالی ناخوښي او قهر دی .

امام ابی حنيفه رحمه الله وايي : الغناء من أكبر الذنوب التي يجب تركها فورا

سندرې او موسيقي له هغو لويو ګناهونو څخه دي چې فوري ترک کول او پرېښودل يې واجب دي .

د اسلامي خلافت رئيس قضاء امام ابو يوسف رحمه الله وايي : إذا سمعتُ الغناء من بيتٍ، فإنِّي أدخل عليهم بغير استِئْذان؛ لأنَّ تَغْيير المنكَر واجب، وهذا مُنكَر.

کله چې زه د کوم کور څخه سندرې واورم ، نو زه به د اجازې پرته هغوی ته ور ننوځم ، ځکه چې د حرام کار منع کول واجب دي ، او دا يو حرام او منکر عمل دی .

امام مالک رحمه الله وايي :

يو ځل د امام څخه د سندرو او موسيقۍ په اړه چا و پوښتل هغه په ځواب کې وويل : إنَّما يفعله الفُسَّاق عندنا

زمونږ په نزد دا د فساق او بدکارو خلکو عمل دی .

امام شافعي رحمه الله وايي :

کله چې امام شافعي د بغداد څخه مصر ته لاړ ويل يې : خرجتُ من بغداد، وخلَّفتُ شيئًا ورائي أَحْدَثه الزَّنادقة يُسمُّونه التَّغبير؛ لِيَصدُّوا الناس به عن القرآن.

وقال: إذا جمع الرَّجلُ النَّاسَ لِسَماع جاريته، فهو سفيهٌ مَرْدود الشَّهادة، وهو بذلك ديُّوث.

زه د بغداد څخه ووتلم شا ته مې داسې شی پرېښودل چي زنديقانو به هغه «التغبير» بللو ( د موسیقی يو قسم آله ) چي د هغه په وسيله به يې خلک له قرآن څخه منع کول .

او هغه ويلي : کله چې سړی خلک د ځوانې ښځې د سندرو اورېدو لپاره را ټول کړي ، نو هغه بې عقل دی شهادت يې مردود دی او په دې کار سره هغه ديوث دی .

امام احمد رحمه الله وايي:

د امام احمد څخه د موسيقۍ په باره کې پوښتنه وشو ، هغه په ځواب کې وويل : إنَّه ينبت النِّفاق في القلب، كما ينبت الماء البقل.

يقيناً هغه په زړه کې نفاق ته داسې وده ورکوي لکه اوبه چې باقليو ته وده ورکوي .

 ابن قيم رحمه الله وايي :

فأقل ما يقال : إنَّها شعار الفساق ، وشاربي الخمور.

د موسيقۍ د تحريم لپاره ادنا خبره دا ده چې : سندرې او ساز سرود د بدکارو ، فساقو او شرابخورو شعار دی .
قال الإمام ابن القيم رحمه الله: “إنك لا تجد أحدا عني بالغناء وسماع آلاته إلا وفيه ضلال عن طريق الهدى علما وعملا، وفيه رغبة عن استماع القرآن إلى استماع الغناء”. وقال عن الغناء: “فإنه رقية الزنا، وشرك الشيطان، وخمرة العقول، ويصد عن القرآن أكثر من غيره من الكلام الباطل لشدة ميل النفوس إليه ورغبتها فيه”. وقال رحمه الله:

او وايي : ته به هيڅ داسې څوک پيدا نه کړې چې هغه د موسيقي اوري خو ددې سره د قرآن يو آيت هم آروي ، مګر په هغه کې به د حقې لارې څخه د ګمراهۍ طرف ته علماً او عملاً انحراف وي ، او هغه به د قرآن د اوريدو پر ځای د موسيقۍ له اورېدو سره مينه او رغبت لري . او وايي : موسیقي د زنا سحر او تعويذ دی ، شرک شيطان دی ، د عقل نيشه ده ، او د ذکر مانع ده او د باطل او شهواتو طرف ته د زړه د ميلان وسيله ده .

او په دې باره کې يې داسې اشعار ويلي :

       حب القرآن وحب ألحان الغنا                  في قلب عبد ليس يجتمعان

                                       وإذا تعلق بالسماع أصاره                     عبدا لكـل فـلانة وفلان

                   د قرآن مينه او د غنا مينه دواړه               د بنده په زړه کې نشي جمع کيدای

                   او کله چې د موسیقۍ تعلق پيدا شي             شي به بنده د هرې فلانيه او فلاني

همداسې ده د موسيقي فاحشه رسۍ چې چا غاړې ته کړه بيا به کله د ېوې د منې او کله د بل د مينې نغارې ډنګوي او د خپل څښتن (جل جلاله) سره مينه ، تعلق او په اخلاص بنده ګې به پاتې يا ډيره ناقصه وي .

پيدا کړي الله تعالی يو ژوندې کړي الله تعالی يو او بيرته مو ورتګ د هغه په لورې دی ، دا چې په کور کې موسيقي ، په لاره او موټر کې موسيقي ، په راديو او تلويزيون کې موسيقي او موبايل کې موسيقي وي ، او ټوله ورځ د الله پر ځای جانان او ليلا ، عشق او عشقبازي يادوئ نو آيا په آخره خاتمه کې به څه يادوئ ؟ د جانکندن پر مهال به څه يادوئ ؟

مه کوئ د دنيا محدود ژوند په لهو لعبو مه تيروئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً