د اختلافاتو په وجه ښځه د پلار کره کيناستلو سره طلاق واقع کيږي

که د ښځی او میړه تر منځ جګره وشی او ښځه د طلاق طلب وکړی او د کوره د میړه بی اجازی د ورونو کور ته ولاړه شی او کالونه پری تیر شی. خو میړه نه د طلاق لفظ او نه هم نیت د طلاق کله کړی وی. آیا طلاق واقع کیږی او که نه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

طلاق په هغه صورت کې واقع کيږي چې خاوند په واضح او صريحو الفاظو طلاق ورکړي او يا په کنايي الفاظ ( د کور ووځه ، ستا سره نور ژوند تيرول نه غواړم او نور ) په هغه صورت کې چې د طلاق نيت ولري .

په واضح الفاظو کې که د طلاق نيت وي او که نه طلاق واقع کيږي مګر په کنايه الفاظو کې نيت کتل کيږي کچېرې نيت د طلاق وي طلاق واقع کيږي .

د ښځې او ميړه تر مينځ اختلافاتو او ښځه د پلار کره تللو او هلته اوسيدو او د خاند کور ته نه راتلوو سره طلاق نه واقع کيږي .

جاء في رد المحتار على الدر المختار 3/ 230

( وَأَقْسَامُهُ ثَلاثَةٌ : حَسَنٌ , وَأَحْسَنُ , وَبِدْعِيٌّ يَأْثَمُ بِهِ ) وَأَلْفَاظُهُ : صَرِيحٌ , وَمُلْحَقٌ بِهِ وَكِنَايَةٌ ( وَمَحَلُّهُ الْمَنْكُوحَةُ ) وَأَهْلُهُ زَوْجٌ عَاقِلٌ بَالِغٌ مُسْتَيْقِظٌ .

قرآنکريم د ښځې او د هغې د خاوند تر مينځ د سختو اختلافاتو حل داسې ښودلی دی :

[وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا ](النساء ۳۵) .

ژباړه: که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو د هغه مخنوی دا دی ) چه وليږي يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځی له طرفه نه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

د طلاق احکام

د طلاق احکام

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً