د جنسي فلمونو د فاحشې وباء ضررونه

اول قدم کې ددې بې شرمه فاحشې او هلاکوونکې وباء چې په ډيرو ځوانانو ، نجونو او حتی لويانو کې سرايت کړی دی دنيوي او اخروي اضرار بيانوو او بيا ددې وباء څخه د خلاصون څو وصايا بيانوو.

د جنسي فلمونو ، سريالونو کتلو دنيوي او اخروي اضرار :

۱- دا چې دا فلمونو کتل پخپل ذات کې د کبيره ګناهونو مجموعه ده د هغه سربيره په نورو هلاکوونکو ګناهونو د اخته کېدو سبب کيږي لکه : زنا ، لواطت ، استمناء (خپله انزال ) او نور .

۲- په حرامو کې د مال مصرفول .

۳- عقلي تشويش او ناآرامي ، فقط د شهواني خيالونو پالنه او روزنه او په دې کې د خپل فکر مشغول ساتل ، د الله تعالی د ذکر او ياد څخه عفلت اخيارول .

۴- د جنسي قوې له لاسه ورکول .

۵- د حياء او غيرت ضعف ځکه چې ددې ډول فلمونو کتل په انسان کې حيا له مينځه وړي

حال دا چې حيا د ايمان برخه ده ، په حديث شريف کې راغلي : «الحياء من الايمان» .

په بل حديث شريف راغلي : إِذَا لَمْ تَسْتَحِ فَاصْنَعْ مَا شِئْتَ» (رواه البخاري ) .

ژباړه: هر کله چې شرم او حيا ونه لرې څه دې چې غوښتل هغه وکړه .

د «فاصنع » په لفظ کې أمر د اباحت لپاره نه بلکي د تهديد لپاره دی ، يعنې حياء د بدو کارونو په مخ کې د ديوال او مانع حيثيت لري .

۶- د مزو او چړچو خيال کول او دا تمه لرل چې خپل ژوند به په شهواتو او خوندونو کې تيروم ، که څه هم د ګناه خوند ډير لږ او غم يې هميشه وي ، خو داسې خيالونه کول خپل ځان ته د دوزخ او سختو عذابونو د لارې ټاکل دي ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«وحفت النار بالشهوات» ( او دوزخ په شهوتونو پوښل شوی دی ) .

۷- د خاوند او ميرمنې ، والدينو او اولاد تر مينځ د مشکلاتو پيدا کېدل او د ژوند خرابېدل ، بلاخره د خاوند يا ښځې بغاوت ، او طلاق او يا د اولادنو بغاوت .

ځکه دغه فلمونه ټول د کفري ټولنې په معيار جوړشوي او ترتيب شوې دي چې د همدې بغاوتونو درس ورکوي .

۸- کله چې ښځه تر خپل خاوند عصري او مډرن نارينه ويني او خاوند تر خپله ښځه مډرن او د دوی په خيال ښکلې او فيشنې ښځې ويني نو خپل خاوند يا ښځه يې تر نظره ضعيف ورځي چې بلاخره يو د بل څخه د کرکې او پخپل خيال د بيګانه سره رابطه ساتل او جوړول غواړي چې ددې شيطاني خيال پايلي ډيرې خطرناکې دي .

۹- د زوجين تر مينځ د محبت له مينځه تلل ، د فلمونو کتل ګناه ، ګناه په زړه کې تياره پيدا کوي ، د زړه د کلکوالي سبب ګرځي بلاخره يې له يو بل سره د محبت پر ځای کرکه زياتيږي ځکه محبت په تقوی کې دی او کرکه په ګناه او شيطان دوستی ده ، همدا وجه ده چې نن په ډيرو کورنيو کې د خاوند او ميرمنې ، والدينو او اولاد تر مينځ سخت اخلافات دي .

۱۰- د سترګو نه ساتل او د بيګانه ښځو طرف ته ډير ډير کتل ، که څه هم دا يو مستقله ګناه ده خو له بله اړخه دنيوي عذاب دی چې خپله د انسان عزت ته لويه صدمه رسوي .

۱۱- د برکت له مينځه تلل او د مشکلاتو زياتوالی .

۱۲- د اسلامي اخلاقو او آدابو پر ځای د کفارو ، فساقو او فاحشو خلکو کردار او ګفتار زده کول او په هغه باندې عادت کېدل .

چې په دې باره کې رسول صلی الله عليه وسلم پخوا وړانديز کړی دی : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ…» (البخاري).

ژباړه: حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي .

۱۳- د زړه کلکوالی او په عباداتو کې سستي او بلاخره د عباداتو نقضان او ضايع .

۱۴- په دنيا کې د ژوند د اصلي هدف څخه انحراف او خپل څو ورځې ژوند بربادول.

دنيا څه ده ؟ او په دنيا کې د ژوند غرض او مقصد څه دی ؟

الدنيا : ظل يزال ( دنيا تېردونکی سيوری دی ) ، دلته څو ورځې ژوند دی چې بيا هيڅکله نه را ګرځي .

په دنيا کې د ژوند عرض د الله تعالی بنده ګې کول او مقصد يې د الله تعالی رضاء حاصلول او آخرت د تل تر تله ژوند لپاره د نجات او سعادت توښه برابرول .

همدا وجه ده چې الله تعالی په زمانه باندې قسم کوي [و العصر] ځکه چې د انسان د پاره په دنيا کې ژوند ډير زيات اهميت لري .

قسم پر الله که سړی يوازې د دنيا د ژوند په مقصد ځان پوه کړې نو په تير عمر به ډېرې اوښکې تويې کړي او هيڅکله به خپل ژوند په لهوو ، عبثياتو او ګناه کې تير نکړي .

و بالله توفيق وصلى الله على خير خلقه محمد وآله وصحبه وسلم اجمعين

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً