په پوهتنون کې د دريو لمونځونو قضايي

اسلام علیکم
زه په مسکو کی محصل یم کله چی زه په پوهنتون کی وم له ما څخه د مساپښین ،مازدیګر او کله  هم د ماښام لمونځ قضا کیږی ځکه به پوهنتون کی ځای نشته چی ادا یی کړم  کله چی اطاق ته راشم نو لمونځ قضا یی ګرزوم نو د لمونځ قضا کول او  ادا کول دلته څه حکم لری او د حل لار څه ده

وحيدالله – روسيه مسکو


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

لمونځ په ټاکل شوي وخت باندې فرض شوی دی ، په دليل د دغه آيت شريف :[إن الصلاة كانت على المؤمنين كتاباً موقوتاً](النساء:۱۰۳/۴).

ژباړه :يقيناً چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو وختونو کې.

د شرعي عذر پرته د لمانځه تأخير له خپل وخت څخه حرام او کبيره ګناه ده ، د کوم کسب او درس لوستلو په وجه د لمانځه تأخير په هيڅ صورت جواز نلري ، بلکي هر هغه کار او کسب هر هغه درس ، پوهتنون ، ليسه او نور چې د هغه په وجه لمونځ او د دين نور شعائر فوت کيږي د هغه کسب او درس ترک واجب دی .

تاسې بايد په پوهتنون کې لمونځ پخپل وخت ادا کړئ ، د لمانځه د پاره حتماً دومره ځای او وخت وي چې سړی هلته لمونځ وکړای شي ، خو که په هيڅ صورت د لمونځ ادا کولو امکان نه وي نو ددې پوهنتون ترک کول واجب دي څخه چې د لمونځ ترک کول لويه تباهي ده .

لمونځ په دين زيات اهميت لري ، رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«مَنْ حافَظَ عَلَيْهَا، كَانَتْ لَهُ نُوراً وبُرْهَاناً وَنَجَاةً يَوْمَ القيامَةِ، وَمَنْ لَمْ يُحَافِظْ عَلَيْهَا، لَمْ يَكُنْ لَهُ بُرْهَانٌ وَلا نُورٌ وَلَا نَجَاةٌ، وَكَانَ يَوْمَ القِيَامَةِ مَعَ قارُونَ، وَهامَانَ، وَفِرْعَوْنَ، وَأُبَيِّ بْنِ خَلَفٍ»

ژباړه: څوک چه په لمانځه (سره له حقوق) دايمی پابند وي هغه لمونځ به د قيامت په ورځ دده لپاره دليل ،وسيله اورڼايې وګرځي، اوڅوک چه د لمانځه پابندي ونه کړي دده لپاره به په قيامت کې نه دليل  وي ،نه وسيله،نه نجات اونه به  نور وي  ،اودقيامت په ورځ به له قارون،فرعون،هامان اوابی بن خلف سره يو ځای حشر کيږي)). رواه أحمد (۲/۱۹۶) ،والدارمي (۲۷۲۱) .وابن حبان (۱۴۶۷).

د فتاوی الشبکة الاسلامية څخه هم يوې محصلې همدا پوښتنه کړې ، چې زمونږ درسي پروګرام په شپږو بجو ختميږي ، د درسی ساعتونو په مينځ د لمانځه د ادا لپاره وخت نه وي او زما څخه د ماسپخين ، مازديګر او ماښام لمونځونه قضاء کيږي ، نو ما ته جايز ده چې د ماسپخين او مازديګر لمونځونه جمع کړم .

په ځواب ورته ليکي : چې داسې کول جايز نه دي ، مسلمان به پخپل وخت کې لمونځ ادا کوي .

جاء في الشبکة الاسلامية :

أنا طالبة جامعية، ومحاضراتي تنتهي حوالي الساعة السادسة، وتكون متتابعة، لا يوجد وقت بين المحاضرات لكي أصلي، فتفوتني صلاة الظهر والعصر والمغرب. هل يجوز أن أجمع بين الظهر والعصر عندما أعود للمنزل؟

الإجابــة

الحمد لله والصلاة والسلام على نبينا محمد وعلى آله وصحبه ومن والاه أما بعد :

فلا يجوز لك بحال تأخير الظهر أو العصر إلى وقت المغرب , ولتكن الصلاة عندك أهم من المحاضرات بحيث تقتطعين جزءا من وقتها تؤدين فيه الصلاة التي أمرك الله بها وافترضها عليك , ولا خير فيما يلهي عن الصلاة , جاء في فتاوى نور على الدرب: يجب على كل مسلم أن يصلي الصلاة في وقتها، ولا يجوز تأخيرها عن وقتها من أجل بعض الدروس، أو المحاضرات, فالواجب على كل مسلم في أي مكان أن يراقب الله سبحانه، وأن يصلي الصلاة في أوقاتها مع الجماعة، وأن يحذر التساهل في ذلك. اهــ

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً