د عربي ژبې زده کړه دوهم فصل

الوحدة الثّانِيَة

دوهم فصل

الأُسْرَةُ (کورنۍ)

الحِوَار الأَولُ (لومړنۍ محاوره) :

عَلِیّ : السَّلامُ عَلَيْکُم .

عَمّار: وَ عَلَيْکُمُ السَّلام

عَلِیّ : هذِهِ صورَةُ أُسْرَتي ( دا زما د کورنۍ شکل دی ).

عَمّار: ما شاءَ الله !

عَمّار: مَنْ هَذا ؟ ( دا څوک دی ؟) .

عَلِیّ : هَذا والدِي عَدْنان . هُوَ مُهَنْدِس ( دا زما پلار دی ، هغه انجنير دی ) .

عَمّار: و مَنْ هذِهِ ؟ ( او دا څوک ده ؟ ) .

عَلِیّ : هذِهِ والِدَتي سَعيدَة ، هِیَ طَبيبَة ( دا زما مور سعيده ده ، هغه طبيبه ده ) .

عَمّار: و مَنْ هَذا ؟ ( او دا څوک دی ؟) .

عَلِیّ : هَذا أخِي عيسی. هُوَ طالِب ( دا زما ورور دی عيسی ، هغه زده کوونکی دی ).

عَمّار: و مَنْ هذِهِ ؟ ( او دا څوک ده ؟) .

عَلِیّ :هَذِهِ أُخْتي عَبْلَة . هِیَ مُعَلِّمَة ( دا زما خور ده . هغه معلمه ده ) .

وَ هَذا جَدِّي . وَ هَذِهِ جَدَّتي ( او دا زما بابا دی او دا زما نيا ده )

عَمّار : ما شاءَ الله

الحِوَار الثّاني :

عُمَر : هَل هَذِهِ شَجَرَة ؟ ( آيا دا شجره ده ؟ ).

عُثْمان : نَعمْ هَذِهِ شَجَرة ، هَذِهِ أُسْرَةُ الرَّسُولِ الله ( هو دا شجره ده ، دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم کورنۍ ده ) .

عُمر : صَلّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .

عُثْمان : هَذا والِدُهُ عَبْدُالله ، وَ هَذِهِ والدِتُهُ آمِنَة ( دا د هغه پلار عبدالله دی ، او دا د هغه مور آمنه ده ) .

عُمر : و هَذا جَدُّهُ عَبْدُ المطَّلِب ، و هذا عَمُّهُ العَبّاس ، و عَمُّهُ حَمْزَة ( او دا يې نيکه عبدالمطلب دی ، او دا يې کاکا عباس ، او کاکا يې حمزه دی ).

عُثمان :وَ هذِهِ عَمَّتُهُ صَفيَّة ، وَ هذا ابنُهُ القاسِمُ ، و هذا ابنُهُ عَبدالله ، وَ ابنُهُ إبراهيم ( او دا يې عمه صفيه ده ، او دا يې زوی قاسم ، او دا يې زوی عبدالله او زوی يې ابراهيم دی ) .

عُمر : وَ هَذِهِ اِبنَتُهُ فاطِمَة و هَذِهِ اِبنَتُهُ رُقَيَّة ، وَ هَذِهِ زيَنب ، وهَذِهِ اِبنَتُهُ أُمُّ کُلثوم ( او دا يې لور فاطمه ، او دا يې لور رقيه ، او دا زینب او دا يې لور ام کلثوم ده ) .

الحوار الثالث ( د پلار ، مور او زوی تر مينځ دريمه محاوره) :

الأُمّ :هَذا أَذانُ الفَجْرِ ( مور: دا د سهار آذان دی ) .

الأَبْ : اللهُ أَکْبَرُ ، اللهُ أَکْبَرُ (زوی: الله لوی دی ، الله لوی دی ) .

الأَبْ : أَينَ الأَوْلادُ ؟ ( پلار: اولادونه چېرې دي ؟ ) .

الأُمّ: سَعْدٌ في الحَمّامِ يَتَوَضَّأُ (مور: سعد په حمام کې دی اودس کوي ) .

الأَبْ : وَ أَينَ سَعيدٌ ؟ (پلار: او سعيد چېرې دی ؟ )

الأُمّ: سَعيدٌ في الغُرْفَةِ يَقْرَأُ القُرآنَ (مور: سعيد په کوټه کې دی د قرآن تلاوت کوي ) .

الأَبْ : وَ أَينَ سَعيدَةُ ؟ ( پلار:او سعيده چېرې ده ؟) .

الأُمّ: سَعيدَةُ في المُصَلّی تُصَلّي ( مور: سعيده د لمانځه په ځای کې لمونځ کوي ) .

 الأَبْ : وَ أَينَ المِعْطَفُ يا سَعدُ ؟ ( چېرې ده کورتۍ ای سعيده ؟ ) .

سَعْد: هَذا هُوّ المِعْطَفُ ، يا والِدي ( سعد: دغه ده کورتۍ ، ای پلاره ! ) .

الأَبْ : وَ أَينَ النَّظّارَة يا سَعدُ ؟ (پلار: چېرې دي عينکې ای سعد ؟ ) .

سَعْد: هَذا هِیَ النَّظّارَة ، يا والِدي ( سعد:دغه دي عينکې ، ای پلاره ) .

الأَبْ : هَيّا بِنا إِلی المَسْجِدِ ! ( پلار: راځئ ! چې جومات ته لاړ شو ) .

سَعْد و سعيد: هَيّا بِنا ( سعد او سعيد : راځئ چې ځو) .

مُفرداتٌ إضافِيَّة – أعداد ( اضافي لغات – عددونه ) :

۶- سِتَّة (شپږ) ، ۷- سَبْعَة (اووه ) ، ۸- ثَمانِيَة (آته ) ،۹- تِسْعَة (نه ) ، ۱۰- عَشْرَة (لس)

لارښوونه :

مَنْ (څوک ) : د سواليه لپاره ، د عاقل (انسان ) لپاره استعماليږي .

مَا ( څه ) : د سواليه لپاره ،د غير عاقل (حيوان او جماداتو ) لپاره استعماليږي .

أَينَ (چېرې) : د مکان او ځای لپاره استعماليږي .

هذِهِ (دغه ) : د مفرد مؤنث او جمع غير عاقل (جمادات ) لپاره استعماليږي.

تمرين :

لاندې پوښتنو ته ځوابونه وواياست ؟

من والِدُ و والِدَةُ رسول الله صلی الله عليه وسلم ؟

من جدُّ و عمُّ الرسول الله صلی الله عليه وسلم ؟

من ابنُ و بناتُ الرسول الله صلی الله عليه وسلم ؟

من والدُکَ ، وَ جدُک ، و من عَمُّکَ ؟

من صَديقُکَ ؟

د لاندې کلمو مخې ته د [هذا هذه] کيږدئ ؟

۱-……………ليلى

 ۲-…………..عمر

۳- …………..شجرة

۴- …………..اسرة

۵- ……………قرآن

لاندې جملو کې د [انتَ – أنتِ – هُو- هِي] ضمايز اضافه کړئ ؟ 

۱- هذا صديقي ……… مهندس .

۲- هذا ……… المعطاف.

۳- من أين……… يا فاطمة ؟

۴- هذه أختي ……… طبيبة.

۵- من أين……… يا أحمد ؟

۶- هذا ……… النظارة.

آن لاين اسلامي لارښود(www.dawat610.com)

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً