د کفري اشغال زوال او مسلمانانو ته په استقامت توصيه

دPDF فايل ښکته کړئ

بسم الله الرحمن الرحيم                                                     
الحمد لله قاصم ومذل الجبابرة والظالمين،وناصر الضعفاء والمظلومين ولو بعد حين،أحمده جل شأنه وأشكره على نعمة الهدى والدين،وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لاشريك له ولا ند ولا معين،وأشهد أن نبينا وحبيبنا محمداً عبد الله ورسوله صادق الوعد الأمين اللهم صل على هذا النبي الكرم وعلى الآل والصحب والتابعين،وسلم ياربي تسلمياً كثيراً .أمابعد:

ای د الله تعالی بندګانو! يوازې د الله تعالی تقوی اختيار کړئ ، او د اسلام په دين باندې کلک ودريږئ ، صبر او استقامت اختيار کړئ ، الله تعالی د متقيانو مدد ګار دی ، الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَاصْبِرْ وَمَا صَبْرُكَ إِلَّا بِاللَّهِ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَلَا تَكُ فِي ضَيْقٍ مِمَّا يَمْكُرُونَ،إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُونَ] (النحل:127-128).

ژباړه: او صبر وکړه او ستا صبر يوازې د الله په مرسته او کومک سره دی او د هغوی په ناورينو مه غمژن کيږه او هم يې په دسيسو او چلونو مه زړه تنګی کيږه ، يقيناً چې الله تعالی د هغو مل دی چې له بدی ځانونه ژغوري او غوره چارې سر ته رسوي .

♣♣♣♣♣♣

مسلمانانو وروڼو او خويندو ! مونږ چې په دغه دنيا کې ژوند کوو د الله تعالی په هستۍ او ملکيت کې د څو ورځو مسافر په شان ژوند تيروو او زمونږ ژوند ټول امتحان او ازموينه ده .

بنده د خوشحالۍ ، غم ، پريشانۍ ، آسانيو او تکليفونو ،روغتيا او مرضونو سره مخامخ کيږي بنده ځکه کله په نعمت او کله په مصيبت او تکليفونو امتحانيږي تر معلوم شي چې څوک شکر ايستونکي او څوک نا شکره څوک د الله تعالی امر منونکي او څوک نا فرمانه دي ، او ددې سترې نتجې پايلې په قيامت کې څرګنديږي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ] (الأنبياء:35).

ژباړه: هر نفس د مرګ خوند څکونکی دی . او مونږ د ناوړو او ښو حالاتو په مخ کولو سره تاسې آزمايو . او بيا زما په لور را ګرځيدل دي .

همداسې ځينې په سياسي سلطې سره امتحانوي چې څوک ظلم کوي او څوک عدالت ، کله پر مسلمانانو باندې کفار سلطه مومي چې مسلمانان په دې باندې امتحانوي چې څوک يې پر وړاندې جهاد کوي او مخالفت کوي او څوک يې نه کوي ، څوک د اسلام د بقاء لپاره کار کوي او څوک يې نه کوي او څوک د کفارو سلطه او قانون غواړي ، او همدارنګه د منافقانو څرګنديدل چې دوی په ظاهره مسلمانانو ته ځان وفادار ګڼي خو کله چې د کفر سلطه راشي ، د کفارو مدد کوي او پر مسلمانانو پورې خاندې.

♣♣♣♣♣♣

د حق او باطل ټول تاريخ داسې دی چې باطل په ظاهره ډير قوي او خپل ظلمونه یې هيڅ نه دي سمولي او د حق طرف د ظلم او طاغوت په مقابل کې مظلوم او ظاهراً کمروزی واقع شوی دی ، مګر الله تعالی د خپلو حقو مظلومانو نصرت کړی او د ظاهراً ضعيفو کسانو په وسيله يې ستر ستر طاغوتيان نسکور کړې دي .

په قرآنکريم کې دا ډول مثالونه ډير دي دلته د فرعون او موسی عليه السلام واقعې ته اشاره کوو .

هغه ستر ظالم فرعون او د هغه لښکري چې پر ځمکه يې ستر ظلم او فساد شروع کړی وو،او د خپل پروردګار څخه يې بغاوت کړی وو او مرګ او د الله طرف ته رجوع کول يې له پامه غورځولي وو :

[وَاسْتَكْبَرَ هُوَ وَجُنُودُهُ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَظَنُّواَنَّه إِلَيْنَا لَايُرْجَعُونَ] (القصص:39).

ژباړه: فرعون او د هغه لښکرو په ناحقه په ځمکه کې لويی وکړه او ګمان يې کاوو چې مونږ ته به بيرته را ونه ګرځول شي .

بلاخره الله تعالی فرعون د خپل لشکر سره يو ځای تباه کړ او د فرعون جسد يې د راتلونکو نسلونو د عبرت لپاره د اوبو څخه بیرون کړ .

لقوله سبحانه وتعالی : [فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِّنَ النَّاسِ عَنْ آيَاتِنَا لَغَافِلُونَ] (يونس ۹۲).

ژباړه: نو نن به مونږ يوازې ستا تنه بيرون کړو تر څو د ټولو راتلونکو خلکو لپاره د پند او عبرت نښه شي. او په دې کې هيڅ شک نشه چې ډير خلک زمونږ له دلائلو نه بې پروا او غافل دي.

♣♣♣♣♣♣

همداسې په اوس عصر کې مونږ او تاسې په سترګو وليدل چې کله روسانو د خپلو مزدورانو (خلق او پرچم) په ملتيا په هيواد تيری وکړ ، هغه وخت روس په نړيواله سطحه ځواک وو ، خلق او پرچم به ويل : آیا دا سپره او کوهي خلک (مجاهدين ) زمونږ پر وړاندې مقابله کوي ؟ آخري انجام يې ټولو ته څرګند دی چې سره امپراطوري دړې وړې شوه .

همداسې امريکن طاغوت د کفري نړۍ او خپلو مزدورانو په ملتيا په ډير ظالمانه شان سره زمونږ په ستړي ستومانه مظلوم ولس باندې تيری وکړ .

که څه هم ظالم دوښمن په پرمختللی جنګي تنالوژۍ سمبال وو او دی ، هغوی طياري لري ، قسم قسم جنګي اسلحي لري ، تبليغاتي مديا او اجيران لري ، نړۍ او حتی د ځينې مسلمان هيوادونو خسيس حاکمانو يې ملاتړ وکړ ، او د ظلم په مقابل کې مظلوم مسلمانان نه طياري لري ، نه پرمختللې اسلحې ، نه مډیا ، نه تلويزون ، نه راډیو لري ، مګر د الله تعالی نصرت ورسره دی ، او الله تعالی به خپلو بنده ګانو ته د قدرت نښې وښيي چې د مظلومو مسلمانانو محدود شمير څنګه د شيطان پر لښکر باندې بری مومي.

د کفري اشغال هغه شيطاني لښکر چې: [غواړي د شريعت پر ځای غربي ډيموکراسي پیاده کړي په ځمکه کې فساد خپور کړي لکه : سود ، زنا ، لواطت ، د فحشاء وسائل ، رشوت ، غلا ، ، په اسلامي شعائرو ملنډې وهل ، د سياست څخه د مسلمانانو لرې کول ، او د هغو مسلمانانو وژل ، بندي کول او له ملک څخه شړلو ته مجبورول چې د دوی قانون او اشغال ته غاړه نه ږدي] .

خو مسلمانان دې په دې باندې پوره یقين او ډاډ ولري چې عاقبت کفري اشغال ، د کافرانو ملګرو لره نه دی ، فاسقانو ، سود خورو ، رشوت خورو ، شرابخورو او د فحشاء رواج کوونکو لره نه دی ، بلکي عاقبت متقيانو لره دی هغه څوک چې د الله تعالی څخه ويريږي ، او همدا د الله تعالی وعده ده :

الله تعالی فرمايي: [اسْتَعِينُوا بِاللّهِ وَاصْبِرُواْ إِنَّ الأَرْضَ لِلّهِ يُورِثُهَا مَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ] (الأعراب :۱۲۸).

ژباړه: له الله نه مدد وغواړئ او صبر وکړئ يقيناً چې ځمکه د الله ده پخپلو بنده ګانو کې يې چې چا ته خوښه شي په واک کې يې ورکوي او بلاخره بری د پرهيزګارانو په برخه دی .

او فرمايي: [تِلْكَ الدَّارُ الآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لاَ يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الأَرْضِ وَلاَ فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ] (القصص :۸۳ ).

ژباړه: دا د آخرت کور مونږ يوازې هغو کسانو ته ورکوو چې په ځمکه کې د لويی او فساد هڅې نه کوي ، او آخرنی بری د پرهيزګارانو په برخه دی .

♣♣♣♣♣♣

خپله ليکنه د اسلام د دوهم خليفه حضرت عمر رضی الله عنه په خبره را لڼدوم ، حضرت عمر رضی الله عنه خپل فوځي قوماندان سعد بن وقاص رضی الله عنه او د هغو لښکرو ته نصيحت کوي :

زه تا ته او ستا فوځيانو ته په هر حال کې د الله (جل جلا له) په تقوی باندې سپارښتنه کوم او په هغه باندې تاسې ته حکم کوم ، ځکه په رښتيا چې د الله تعالی تقوی د دوښمن پر وړاندې غوره اسلحه او قوي جنګي تدبير دی .

سعد بن وقاص ! زه تاته او ستا فوځيانو ته سپارښتنه کوم چې له ګناهونو څخه پرهيز وکړئ تر څو د دوښمن له خطر نه په امن وئ .

زمونږ او دوښمن تر مينځ دا فرق دی چې مونږ پر حق ولاړ يو هغه پر باطل او مونږ نافرماني او ګناهونه نه کوو هغوی نافرماني او ګناهونه کوي .

همدا وجه ده چې الله (جل جلا له) د متقيانو سره وي که نه مونږ د دوښمن په مقابل کې کمزوري يو ځکه د هغوی په نسبت زمونږ شمير کم او جنګي وسايل مو کمزوري دي .

خو کچيرې د هغوی سره په نافرمانۍ او ګناهونو کې مساوي شو نو د هغوی قوت او قدرت تر مونږ زيات دی یقيني خبره ده چې هغوی به پر مونږ باندې مسلط شي .

که په فضيلت باندې پر هغوی کامياب نشو پر قوت او زور پر هغوی باندې کاميابي نشو حاصولئ .

پوه شئ چې پر تاسې د الله جل جلا له د جانبه مامورين مقرر دي او ستاسې اعمال څاري چې څه کوئ او دا به ډير شرم وي چې د الله (جل جلا له) په لار کې جنګيږئ او نافرماني کوئ او دا و نه وايئ چې زمونږ دوښمن تر مونږ بدتره دی هغه به پر مونږ کامياب نشي ځکه چې همداسې قومونه تير شوي چې پر هغوی بدتره نازل کړ شوي دي لکه بنی اسرائيل چې کله هغوی د خدای تعالی نافرماني پيل کړه نو د الله (جل جلا له)  قهر ورباندې نازل شو مجوسي کافران يې ورباندې مسلط کړل او د هغوی پر ځمکه کې يې فساد ، وژل او ورانۍ شروع کړ ل.

له الله (جل جلا له)  مدد وغواړئ چې پر نفس مو کامياب شئ تر څو پر دوښمنانو کامياب شئ زه د ځان او ستاسې د پاره د الله (جل جلا له) نه همدا غوښته لرم .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً