د انلاین اسلامی لارښود قدرمنو کارکونکو، اسلام علکیم ورحمت الله وبرکاتو!
که فرضا یو کس په هندوستان کی مړشی، او مړی یی افغانستان کی پنځه ورځی ورسته دفن شی، اوس پوښتنه داده چی له ده څخه به اوس پنځه ورځی وروسته په قبرکی پوښتنه کیږی او که هغه وخت چی له ده څخه روح پنځه ورځی وړاندی وتلی وه ،
او بل داچی په کوټه یعنی خونه کی مخکی تر دفنه د مړی جسد ته د خلکو لخوا را ټولیدل او په لوړ او خفیه اوزونو باندی مړی ته تلاوت کول څنګه دی، ما اوریدلی چی مړی څخه چی روح اوزی هغه د بت شکل لری او تلاوت باید بل اطاق کی وشی او ثواب یی ده ته ور وبښل شی دا ښه کار دی ، ترهغه چی د مړی جسد ته وشی،
ګلالی
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په مؤمن باندې واجب ده چې غيبي امور قبول او هغه ټول رښتيا وګڼي ځکه د ټولو غيبي امورو په اړه مونږ ته الله سبحانه و تعالی او د هغه استول شوي پيغمبر صلی الله عليه وسلم خبر راکړئ دی چې د ټولو په صدق ايمان لرو .
د کيفيت او څرګوالی سوال کول د شک څخه دی ، او د غيبي امورو په کيفيت باندې يوازې الله تعالی ته علم دی .
د روح تعلق د مړي سره داسې نه دی لکه د روح تعلق له ژوندې سره او د روح تعلق د مړي سره مونږ هيڅکله د ژوندې سره نشو مقايسه کولای ، دا هغه څه دي چې انسان نه ورباندې پوهيږي ، بس خپل پيدا کوونکي او فنا کوونکي پروردګار ته معلوم دي .
د مؤمن به څخه يو هم د منکر او نکير ملائکو په وسيله له مړي څخه سوال کول دي او همدارنګه د قبر په نعيم باندې لپاره د اهل طاعت او عذاب لپاره اهل معصيت ايمان لرل دي.
جناب رسول صلی الله عليه وسلم مونږ داسې خبر راکړی دی : «العَبْدُ إِذَا وُضِعَ فِي قَبْرِهِ، وَتُوُلِّيَ وَذَهَبَ أَصْحَابُهُ حَتَّى إِنَّهُ لَيَسْمَعُ قَرْعَ نِعَالِهِمْ، أَتَاهُ مَلَكَانِ….» (متفق عليه) .
ژباړه: کله چې مړی دفن شي او ملګري يې ورڅخه لاړ شي ، مړي د پښو د پايزار اواز اوري او په دغه وخت ته دوې ملائکې راځي……
چې د رب (جل جلاله) ، دين او نبی صلی الله عليه وسلم په اړه پوښتنې ورڅخه کوي
د بخاري او مسلم په حديث شريف کې له ابن عمر رضی الله عنه نه روايت دی چه رسولالله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إن أحدكم إذا مات عرض عليه مقعده بالغداة والعشي، إن كان من أهل الجنة فمن أهل الجنة وإن كان من أهل النار فمن أهل النار، يقال له: هذا مقعدك حتي بعثك الله إليه يوم القيامة » (رواه البخاري و مسلم ) .
ژباړ: کله چې يو د تاسې وفات شي هغه ته به خپل ځای سبايي او بيګايي ورښودل کيږي کچيرې د اهل جنت څخه وي هغه ته به د اهل جنت ځای ور ښودل کيږي او که اهل دوزخ وي هغه ته به د دوزخ ځای ور ښودل کيږي ،او هغه ته ويل کيږي دغه دی ځای ستا تر څو د قيامت په ورځ الله تعالی تا هغه ته وليږي.
په پورته حديث شريف کې په عموم باندې اطلاق دی يعنې اکثره د وفات وروسته دفن کيږي مګر هغه کسان چې په اوبو کې عرق شي مړی يې ورک شي ، په اور کې وسوزې يا يې بدن ټوټې ټوټې شي د هغوی د پاره همغه قبر دی ، دا چې د قبر سوال څه وخت ورڅخه کيږي ، الله تعالی ته معلوم دی .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
د دوهم سوال ځواب دلته ولولئ .
https://dawat610.com/archives/8575
آن لاين اسلامي لارښود