سلامونه او نيكي هيلي مي ومني
زما پوښتنه دا ده چي كه څوك ځان لپاره شخصي يو موټر د بانگ نه په قرض واخلي او د موټر بيه د بانگ لخوا تعين شوي وي ايا دا په سودي (ربا) معامله كي حسابيږي او كه نه ؟
د اوسيدلو ځاي مي د بلجيم مملكت ده .
مصطفی پکتين – بلجيم
ځواب
الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه ومن والاه، وبعد .
په غربي هيوادونو کې چې د کور ، جايداد او يا موټر اخيستلو او خرڅولو معامله د بانک له لارې تر سره کيږي ، په دغه معامله کې اصلاً شرکت يا بانک دغو شيانو ته د اخيستلو ضرورت نلري او داسې هم نه وي چې دوی اخيستي وي او بيا پر بل کس خرڅوي بلکې ددې د پاره يې اخلي تر څو له مشترې څخه د هر قسط په بدل کې سود تر لاسه کړي نو دا يو سودي لين دين دي .
په غربي هيوادونو کې چې د سودي بانک له لارې کورونه ، جايداد ، موټرونه اخيستل کيږي يوه سودي معامله ده او په حرمت يې د معاصرو علماء اتفاق دی .
فان شراء البيوت فی الغرب عن الطريق بنوکها الربوية وهو ربا النسيئة التی أجمعت الأمة علی تحريمه سلفاً و خلفاً.الحکم ينطق علی شراء البيوت عن طريق القروق الربوية سواء أکان هذا داخل امريکا أم کان خارجها.
(فتاوی البلد الحرام. ص(47 ـ52).
و جاء في فتاوي اللجنة الدائمة :
فشراء البيوت عن طريق البنك لا يجوز إذا تضمن الدخول في محذور شرعي ـ كالاقتراض بالربا ونحوه ـ ما لم تكن هنالك ضرورة ملجئة لا يمكن دفعها إلا بذلك، وحد هذه الضرورة: هو وصول الإنسان إلى حالة لو لم يتناول معها المحرم لهلك، أو وقع في مشقة شديدة لا تحتمل ـ
(اللجنة الدائمه) .
بل صورت داسې وي چې بانک اصلاً يو جنس هيڅ قبض کړی نه وي او پر بل کس یې خرڅوي چې په دې صورت کې بيع نه صحي کيږي .
(فتح القدير ج ۵ ص ۲۶۶، البحوث ۱/۲۶۳ ) .
نو د سودي بانک ليارې د جنس اخيستل غالباً سودي لين دين دي ددې څخه کلک ځان ساتل پکار دي .
سود سخت ګناه او خطرناکې پايلې لرې :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ * فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللهِ وَرَسُولِهِ ](البقرة:۲۷۹-۲۷۸).
ژباړه : ای مؤمنانو ! له الله (جل جلا له) نه ووېرېږئ ، که په رښتيا مؤمنان ياست کوم سود مو چې پر خلکو پاتې دی هغه پرېږدئ ، نو که (دا کار) مو و نه کړ (سود خوړل مو پرې نه ښودل) د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوا جګړې ته چمتو شئ.
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله