د خپل اهل په اړه غلط فکرونه او شکونه

اسلام عليکم
دا چي له واده مخکي مي له ښځي سره مينه زياته وه خو له واده وروسته شکونه راته پيدا کيژي  هغه داسي چي شځي به مي له واده مخکي حتما غلط کارونه کړي وي  او خپل د خوشيني ميړه هم راته خوند نه راکوي دا چي زما ښځه په هغه دېره ګرانه ده هر وخت يي پوشتني ته رازي خو زه نشم کولاي چي هغه له کوره منع کړم او شځي باندي هم هغه دير ګران ده خپل دغه حالت مي ځان وژني تر بريده هم ورسوي او له ښځي سره مي مينه هم ورځ په ورځ کميژي  اوس زما مشکل داده چي په ښځه دير شکونه لرم   که سه هم شځه مي ديره هوشياره ده او خپل عزت باندي پوهيژي


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د يقين او دليل پرته د خپلې ميرمنې په باره غلط فکرونه او شکونه ، شيطاني وسواس دي .

شيطان هر وخت غواړي په کور کې فتنې رامنيځته کړي او کورنی ژوند ګډوډ کړي .الخصوص غواړي د خاوند او بې بې تر منځ اختلافاتو ته لمن ووهي تر څو دوی په کراره او د مينې او محبت په فضا کې ژوند ونشي کړای .

او بد ګماني په خپل ذات کې ګناه ده .

[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .…] (الحجرات :۱۲ ) .

ژباړه: ای مؤمنانو ځانونه وساتئ تاسې له ډيرو بد ګمانيو او تهمتونو يقيناً ځينې بدګمانونه او تهمتونه ګناه ده .

او که په ژبه او په خلکو کې يې په اړه بحث وشی چې داسې کوي او هغسې بهتان دی او بهتان هلاکوونکي ګناه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :اجتنبوا السبع الموبقات” قيل: يا رسول الله! وما هن؟ قال: “الشرك بالله. والسحر. وقتل النفس التي حرم الله إلا بالحق. وأكل مال اليتيم. وأكل الربا. والتولي يوم الزحف. وقذف المحصنات الغافلات المؤمنات”. (المسلم ) .

ژباړه: د اوو هلاکونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ ، چا وويل يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  دا کوم ګناهونه دي ؟ ويي فرمايل : د الله (جل جلا له) سره شريک نيول ، کوډې او جادو ، په نا حقه د چا وژل کوم الله (جل جلا له) يې وژل حرام کړي دي مګر په حق سره ، د يتيم د مال خوړل ، د سود خوړل ، د جهاد د ميدان څخه تيښته کول او په پاکو ښځو پسې تهمت لګول .

دوهم :

دا يو حقيقت چې اکثره کسان د خېنې ( د ښځې د خور ) سره داسې تعامل کوي لکه د خپلې مور ، خور ، ښځې او نورو محارمو سره ، حال دا چې خېنه د حجاب او پردې له مخې داسې ده لکه بيګانه ښځه او دا د اسلامي شريعت قانون دی چې دوې خويندې په يوه نکاح نه جمع کيږي .

پوره تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/3696

دريم :

د خاوند د حقوقو څخه پر خپله ښځې باندې يو حق دا دی چې هغه به داسې چا ته کور دننتلو او د هغه سره د علاقې ساتلو او ناستي اجازه نه ورکوي کوم چې د هغې خاوند يې بد ګڼې .

جابر بن عبد الله رضی الله عنه وايي : نبی صلى الله عليه وسلم په حجة الوداع وفرمايل : «….

ولكم عليهن أن لا يوطئن فرشكم أحدا تكرهونه فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضربا غير مبرح ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف » .

ژباړه: په هغوی باندې (ستاسې) دا حقونه دي چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوي چې تاسې يې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وي هغه بې اجازې کور ته نه ننباسي ) که يې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکي نه وي او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ ( رواه المسلم 1218 ) .

او اوښی ته جايز نه ده چې خينې سره يوازې کينې کچېرې اوښی د خپلې خينې احوال پوښتنه کوي او د هغه سره کينې د خاوند ، خسر او نور اهل په موجوديت کې به وي .

تاسې ته مو نصحيت دا دی : چې د بې ځايه ګمانونو څخه ډه ډه وکړه ، او د اسلامي شريعت په عملي کولو کې د چا د خفګان او شرم لحاظ مه کوه ، په حکمت او نيکه طريقه سره ، خپل اهل پوه کړه چې دا سړی د حجاب په لحاظ بيګانه دی او زه د هغه سره ستا علاقه لرل د ضرورت څخه پرته نه خوښوم او همدا د شريعت حکم دی ، او هغه هم پوه کړه چې د اسلامي شريعت احکامو متوجه شي ….

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً