د جنازې د لمانځه د فوت کېدو احکام

د جنازې فوت

السلام عليکم ، کچيرې د چا څخه د جنازې لمانځه يو يا څو تکبيرونه فوت شي ، هغه به څنګه ادا کوي ؟

خان ولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کچېرې د چا څخه يو تکبير فوت شوی وي د امام ابوحنيفه او امام محمد رضی الله عنهما قول دا دی چې انتظار به کوي او د امام سره به په دوهم تکبير کې شريک شي او د امام يوسف قول دا دی چې څنګه حاضر شو تکبیر به ووايي .

کله چې د جنازې لمونځ ختم شو د جنازې پورته کېدو مخکې به د فوت شوی تکبير ووايي .

او که د چا څخه دوه ، دری تکبيرونه فوت شوي وي نو د لمانځه د ختم وروسته او د جنازې د پورته کېدو مخکې به فوت شوي تکبيرونو پيوسته پرته د دعا له ويلو څخه ادا کړي .

جاء في موسوعة الفقهية :

اِذَا جَاءَ رَجُلٌ وَقَدْ كَبَّرَ الإِمَامُ التَّكْبِيرَةَ الأُولَى وَلَمْ يَكُنْ حَاضِرًا انْتَظَرَهُ حَتَّى إِذَا كَبَّرَ الثَّانِيَةَ كَبَّرَ مَعَهُ ، فَإِذَا فَرَغَ الإِمَامُ كَبَّرَ الْمَسْبُوقُ التَّكْبِيرَةَ الَّتِي فَاتَتْهُ قَبْلَ أَنْ تُرْفَعَ الْجِنَازَةُ ، وَهَذَا قَوْلُ أَبِي حَنِيفَةَ وَمُحَمَّدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا ( وَقَالَ أَبُو يُوسُفَ يُكَبِّرُ حِينَ يَحْضُرُ ) وَكَذَا إِنْ جَاءَ وَقَدْ كَبَّرَ الإِمَامُ تَكْبِيرَتَيْنِ أَوْ ثَلاثًا ، فَإِنْ لَمْ يَنْتَظِرِ الْمَسْبُوقُ وَكَبَّرَ قَبْلَ تَكْبِيرِ الإِمَامِ الثَّانِيَةَ أَوِ الثَّالِثَةَ أَوِ الرَّابِعَةَ لَمْ تَفْسُدْ صَلاتُهُ ، وَلَكِنْ لا يُعْتَدُّ بِتَكْبِيرَتِهِ هَذِهِ ، وَإِنْ جَاءَ وَقَدْ كَبَّرَ الإِمَامُ أَرْبَعًا وَلَمْ يُسَلِّمْ لا يَدْخُلُ مَعَهُ فِي رِوَايَةِ أَبِي حَنِيفَةَ ، وَالأَصَحُّ أَنَّهُ يَدْخُلُ ، وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى ، ثُمَّ يُكَبِّرُ ثَلاثًا قَبْلَ أَنْ تُرْفَعَ الْجِنَازَةُ مُتَتَابِعًا لا دُعَاءَ فِيهَا ( وَهُوَ قَوْلُ ابويوسف) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً