ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي

له ابى‌سعيد سعد بن مالك بن سنان خدرى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «لاَ ضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ»([1]).

ژباړه : (په اسلام کې ) خپل ځان او بل ته ضرر رسول (حرام ) دي .

يعنې : مه خپل ځان ته ضرر رسوه او مه بل چا ته .

تشريح :

دا حديث شريف په دين کې يو ستر اصل دی ، ځينې کسان داسې وي چې ځان ته د ضرر رسولو په وسيله د بل څخه ضرر دفع کوي ، يعنې نورو ته ضرر نه رسوي خو خپل ځان ته ضرر رسوي ، او ځينې بيا د ځان د ګټې لپاره له خپل ځان څخه ضرر دفع کوي خو نورو ته ضرر رسوي چې دا دواړه حرام دي .

« لاَ ضَرَرَ » : خپل ځان ته ضرر رسول حرام دي .

« وَلاَ ضِرَارَ »: او بل چا ته ضرر رسول حرام دي .

[1]– حَدِيثٌ حَسَنٌ، رَوَاهُ ابْنُ مَاجَه وَالدَّارَقُطْنِيُّ وَغَيْرَهُمَا مُسْنَداً، وَرَوَاهُ مَالَكٌ فِي الـْمُوَطَّأ مُرْسَلاً عَنْ عَمْرِو بْنِ يَحْيَ عَنْ أَبِيهِ عَنِ النَّبِيِّr ، فَأَسْقَطَ أَبَا سَعِيدٍ، وَلَهُ طُرُقٌ يُقَوِّي بَعْضُهَا بَعْضًا.

شرح الأربعين النووية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً