مسنونه اذکار صدقه د بدن شکرانه ده

د خير د لارو زياتوالی

له ابى‌هريرهt نه روايت دی چې رسول اكرمr فرمايلي: «كُلُّ سُلاَمَى مِنَ النَّاسِ عَلَيْهِ صَدَقَةٌ كُلَّ يَوْمٍ تَطْلُعُ فِيهِ الشَّمْسُ: تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَينِ صَدَقَةٌ، وَتُعِينُ الرَّجُلَ فِي دَابَّتِهِ فَتَحْمِلُهُ عَلَيْهَا أَوْ تَرْفَعُ لَهُ عَلَيْهَا مَتَاعَهُ صَدَقَةٌ، وَالْكَلِمَةُ الطَّيِّبَةُ صَدَقَةٌ، وَبِكُلِّ خَطْوَةٍ تَمْشِيهَا إِلَى الصَّلاَةِ صَدَقَةٌ، وَتُمِيطُ الأَذَى عَن الطَّرِيقِ صَدَقَةٌ»([1]).

ژباړه: ابو هریره رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هره ورځ چې لمر راخیژي د خلکو په هر يوه بنده صدقه واجب ده، که د دوو کسانو ترمنځ په انصاف فيصله وکړي دا صدقه ده، که د چا سره په سپرلۍ کې مرسته وکړي سپور ېې کړي یا څه سامان ورسره پورته کړي دا صدقه ده، او خوږه او نرمه خبره صدقه ده، او هر قدم چې د لمانځه له پاره جومات ته اخلي دا صدقه ده، او د لاري څخه د تکليف شي لري کول صدقه ده.

تشريح :

د « سُلاَمَى » نه مطلب د بدن بندونه او مفصلونه دي په سنتو کې راغلی چې د انسان په بدن کې (۳۶۰) بندونه وجود لري .

« تَعْدِلُ بَيْنَ اثْنَينِ صَدَقَةٌ » يعنې : د دوو کسانو په مينځ کې په عدل او د اسلامي شريعت موافق فيصله او جوړجاړی صدقه ده او په احاديثو کې ددې ډير فضيلت راغلی دی مګر په شرط ددې چې حلال حرام او حرام حلال نه کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:« الصلح جائز بين المسلمين ، إلا صلحاً حرّم حلالاً أو أحل حراماً » .

يعنې : د مسلمانانو په مينځ روغه جوړه جايز ده په شرط ددې چې حرام حلال او حلال حرام نه کړي .

د بدن د اندامونو د شکرانې او صدقې په باره کې په بل حديث شريف داسې راغلي دي :

د ابی ذر رضی الله عنه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي :«يصبح على كل سلامى من أحدكم صدقة، فكل تسبيحة صدقة، وكل تحميدة صدقة، وكل تهليلة صدقة، وكل تكبيرة صدقة، وأمر بالمعروف صدقة، ونهي عن المنكر صدقة، ويجزئ من ذلك ركعتان يركعهما من الضحى» (المسلم ۷۲۰ ) .

ژباړه : د انسان په هر بند باندې صدقه لازمه ده ، هر سبحان الله ويل صدقه ده ، هر الحمدالله صدقه ده ، هر لااله الا الله ويل صدقه ده ، هر الله اکبر صدقه ده ، په نيکۍ باندې امر کول صدقه ده ، د بدو او ناوړو کارونو څخه منع کول صدقه ده ، او ددې ټولو پر ځای د چاښت د دوو رکعتونو لمونځ کول کفايت کوي .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

د سبا او بيګا مسنونه اذکار

د (لا اله الا الله) ذکر

 

(Visited 64 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً