د ظلم حرمت (بنسټيز نصيحت)

Untitled-13

له ابوذر غفارى رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم  په حديث قدسى کې له الله تعالی روايت کړی دی چې: «يَا عِبَادِي: إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّماً فَلاَ تَظَالَمُوا. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلاَّ مَنْ أَطْعَمْتُهُ، فَاسْتَطْعَمُونِي أَطْعِمْكُمْ. يَا عِبَادِي: كُلُّكُمْ عَارٍ إِلاَّ مَنْ كَسَوْتُهُ فَاسْتَكْسُونِي أَكْسُكُمْ. يَا عِبَادِي: إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ، وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً، فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ. يَا عِبَادِي: إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضُرِّي فَتَضُرُّونِي، وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفْعِي فَتَنْفَعُونِي. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئاً. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَفْجَرِ قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِنْ مُلْكِي شَيْئاً. يَا عِبَادِي: لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيْدٍ وَاحِدٍ، فَسَأَلُونِي، فَأَعْطَيْتُ كُلَّ وَاحِدٍ مَسْأَلَتَهُ، مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلاَّ كَمَا يَنْقُصُ الْمِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ الْبَحْرَ. يَا عِبَادِي: إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ، ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْراً فَلْيَحْمَدِ اللهَ، وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلاَ يَلُومَنَّ إِلاَّ نَفْسَهُ»([1]).

ژباړه : ای زما بندګانو ما پخپل ځان ظلم حرام کړی دی او د تاسې په مينځ کې مې هم حرام ګرځولی دی ، پس يو له بل سره ظلم مه کوئ .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې لار ورکي او ګمراه ياست مګر هغه څوک چې ما ورته هدايت کړی وي ، پس زما څخه هدايت وغواړئ چې زه تاسې ته هدايت وکړم .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې وږې ياست مګر هغه کس چې ما هغه ته خوراک ورکړی وي ، پس زما څخه خوراک وغواړئ چې زه خوراک درکړم .

ای زما بندګانو ! ټول د تاسې لوڅ ياست مګر هغه چې ما پټ کړی وي نو زما څخه جامه وغواړئ چې زه لباس او جامه درکړم .

ای زما بنده ګانو ! په حقيقت کې تاسې ټول شپه او ورځ خطا کوئ او زه ګناهونه بښم ، نو زما څخه بښنه وغواړئ چې زه تاسې ته بښنه وکړم .

ای زما بندګانو ! تاسې ددې هيڅ توان او وس نلرئ چې ماته زيان ورسوئ ، او هيڅکله نه توانيږئ چې ما ته څه ګټه او فائده ورسوئ .

ای زما بندګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس څخه نيولې تر جن پورې ټول يو پرهيزګاره زړه داسې لکه يو زړه د تاسې شئ ، يعنې چې هر يو پرهيز کاره شئ ( د تاسې دغه پرهيزکاري ) زما په پاچاهۍ کې څه نه زياتوي .

ای زما بنده ګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس او جن ټول يو بدتره او ناپاکه زړه داسې لکه يو زړه د تاسې شئ ، يعنې چې هر يو بد کاره شئ ( د تاسې دغه بدکاري ) زما په پاچاهۍ کې څه نه کموي .

ای زما بنده ګانو ! کچيرې د تاسې د اولين څخه تر آخرين او د تاسې انس څخه نيولې تر جن پورې ټول زما په در کې ودريږئ او زما څخه سوال وکړئ او زه هر يو ته جلا د خپلې غوښتنې موافق ورکړم زما سره چې څه غوښتنې دي په هغه کې کمی نه راځي داسې لکه په درياب کې چې د ستنې په ننه ايستلو سره څه کمی نه راځې .

ای زما بنده ګانو ! يقيناً دا ستاسې اعمال دي چې هغه شمارم ،نو هر چا چې ښه په لاس راوړل بايد د الله تعالی شکر ادا کړي او چا چې پرته له هغه تر سره کړل د خپل ځان څخه پرته دې بل څوک نه ملامتوي .

تشريح :

قول د « إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي » ، د الله تعالی په حق کې ظلم شرک دی ، د الله تعالی په الوهيت ، ربوبيت ،اسماء او صفات کې شريک نيول او د هغه (جل جلاله) پرته د بل چا عبادت کول او بل څوک رب ګڼل د الله تعالی په حق کې ستر ظلم دی .

[ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ] (لقمان:۱۳).

ترجمه: بیشکه شرک ډیر لوی ظلم دی.

قول د «كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلاَّ مَنْ هَدَيْتُهُ……..كُلُّكُمْ جَائِعٌ …. كُلُّكُمْ عَارٍ…»

پر بنده ګانو باندې د الله تعالی د سترو نعمتونو ياد دی چې هغو کسانو ته چې حق ته غاړه ږدې او رجوع کوي هغوی ته يې د قرآن او وحی په نزول سره هدايت کړی ، هغوی (انسانانو) ته يې زرق حواله کړی دی او هغوی ته يې جامه او د ژوند ټول اسباب په ځمکه کې چمتو کړې دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[اعْبُدُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ * الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ فِرَاشًا وَالسَّمَاءَ بِنَاءً وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَرَاتِ رِزْقًا لَّكُمْ فَلَا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَندَادًا وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقرة: ۲۱، ۲۲).

ژباړه: عبادت وکړئ د هغه رب چې تاسې او له تاسې څخه مخکې ټول خلک يې پيدا کړي دي ، تر څو تاسې پرهيزګاران شئ . هغه ذات چې ستاسو لپاره يې ځمکه وغوړوله ، آسمان يې چت جوړ کړ او له پاسه يې اوبه را ښکته کړې ، په اوبو سره يې ستاسې د خوراک لپاره ډول ډول مېوې را وښکلې . نو بايد تاسې هم له الله پاک سره نور څيزونه برخه من ونه ګرځوئ .

قول د « إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ » توبيخ دی بنده ګانو لره چې د بنده ګانو لپاره نه ښايي د الله تعالی څخه نا فرماني وکړي ځکه شپه او ورځ ددې لپاره دي چې تاسې په هغه کې اطاعت وکړئ ، مګر که چا څخه خطاء او ګناه وشي هغه به د الله تعالی له مهربانۍ څخه نه ناهيلی کيږي ځکه چې الله تعالی خو د ګناهونو بښونکی دی . په قول د « وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعاً » د « الذُّنُوبَ » په کلمه باندې الف لام تعريف داخل شوی دی او بيا په قول د « جَمِيعاً » سره تأکيد دی ، لکه چې الله سبحانه وتعالی فرمايلي :

[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ] (الزمر ۵۳ ).

ژباړه : ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تېری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

قول د « لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ، مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئاً » مطلب دا چې د متقيانو تقوی خپله د هغوی لپاره رحمت دی ، د هغوی لپاره نجات دی د هغوی خپله کاميابې ده د الله تعالی په پاچاهۍ کې څه نه ورباندې زياتيږي .

[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.

اربعين النوويه / امام نووي رحمه الله

شرح ابن سابق العيد رحمه الله

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود حفظه الله

(Visited 50 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً