د ابىعمره سفيان بن عبدالله ثقفى رضی الله عنه نه روايت شوی دی چې وايي: «قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، قُلْ لِي فِي الإِسْلاَمِ قَولاً لاَ أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَداً غَيْرَكَ، قَالَ: قُلْ آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ»([1]).
ژباړه : عرض مې وکړ، ای د الله رسوله ! په اسلام کې داسې خبره ما ته ووايه چې له تا پرته يې له بل چا څخه پوښتنه ونه کړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ووايه په الله تعالی مې ايمان راوړی دی او بيا پخپل ايمان کلک ودريږه .
تشريح :
معنی د قول « قُلْ لِي فِي الإِسْلاَمِ قَولاً لاَ أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَداً غَيْرَكَ » دا ده چې : ما ته داسې يو جامع خبره را وښيه چې پخپل ذات کې واضح وي او زه د بل کس څخه د هغه وضاحت غوښتلو ته احتياج نشم .
نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ځواب ورکړ چې :« قُلْ آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ » .
په دين باندې استقامت دې ته وايي چې : په ظاهري او باطنې اطاعات باندې هميشه والی او د منکراتو او ناروا څخه ځان ساتل دي.
او د دين عظيم مطلب همدا دی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هميشه دا دعا کول چې « اللهم يا مقلب القلوب ثبت قلبي على دينك »
او مونږ به هم هميشه دا دعا کوو چې ( يا الله ! ستا په دين باندې مو ثابت کړه ) او خاتمه مو په ايمان وګرځوه ، ځکه چې اوس د فتنو دور دی .
[1]– رَوَاهُ مُسْلِمٌ.
شرح ابعون النوويه / ابن سابق رحمه الله
ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود