احسان او ښه کول

له ابى علي شداد بن اوس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول اكرم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «إِنَّ اللهَ كَتَبَ الإِحْسَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ: فَإِذَا قَتَلْتُمْ فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ، وَإِذَا ذَبَحْتُمْ فَأَحْسِنُوا الذِّبْحَةَ، وَلْيُحِدْ أَحَدُكُمْ شَفْرَتَهُ، وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ»([1]). (رَوَاهُ مُسْلِمٌ).

ژباړه : يقيناً الله تعالی د هر شي سره نيکي کول واجب کړي دي ، پس که تاسې قتل کوئ ( پر حق سره ) په نيکه او ښه طريقه يې تر سره کړئ او کله چې تاسې ذبحه کوئ په ښه طريقه يې ذبحه کوئ ، او هر يو د تاسې به چاړه تيزه کوئ تر څو هغه څاروی چې ذبحې کيږي آساني پکې راشي .

تشريح :

قول د « فَأَحْسِنُوا الْقِتْلَةَ » مطلب عام دی ، په ذبحه ، قصاص ، حد جاري کولو کې به ښه سلوک او نيکي وي ، د حد څخه تيری به نه وي .

«وَلْيُرِحْ ذَبِيحَتَهُ» منعی دا چې د ذبحې د څاروي سره به احسان کيږي ، هغه بې ضرورته نه کشکول کيږي ، هغه ته به تکليف نه ورکول کيږي ، بلکي د شريعت موافق به د هغه مری د الله تعالی په نوم په تيزه څاړه ذبحه کيږي ، او د الله تعالی په نعمت اعراف کول چې زمونږ لپاره يې مسخر کړی دي او زمونږ لپاره غوښه د خوراک لپاره حلاله ګرځولې ده .

خبردارئ : په ځينې هيوادونو کې د مرۍ د پرې کولو پر ځای څاروي ته برقي شارت ورکول کيږي چې په دې سره حيوان مري ، او دا حيوان شرعاً مردار دی ځکه چې په شرعي طريقه کوم چې د مری پرې کول دي نه دی ذبحه شوی .

[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ.

من اربعين النوويه

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 131 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً