د مسلمان د وينې حرمت

له عبدالله بن مسعودt نه روايت دی چې رسول اكرمr فرمايلي: «لاَ يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلاَّ بِإِحْدَى ثَلاَثٍ: الثَّيْبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِيْنِهِ الْمُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ»([1]).

ژباړه: د مسلمان د وينې تويول حرام دي مګر په سبب د د دغو دريو څيزونو : کونډه (او واده شوې) ښځه چې کله زنا وکړي ، څوک چې بل کس په نا حقه ووژني (قصاص) ، او څوک چې مرتد شي او د مسلمانانو جماعت پرېږدي .

تشريح :

د مسلمان ناحقه قتل حرام دي او ډيره عظيمه ګناه ده ، الله تعالی دې مونږ ترې وساتي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[ومن يقتلْ مؤمناً متعمداً، فجزاؤه جهنم خالداً فيها، غضب الله عليه، ولعنه، وأعد له عذاباً عظيماً] (النساء:۹۳).

ژباړه : او هر څوک چې مړ کړي کوم مؤمن په قصد سره نو جزا د ده دوزخ دی چې تل به وي دی په (دوزخ) کې او غضب کړی الله په ده باندې او لرې کړی دی الله دا (قاتل ) له خپل رحمت څخه او تيار کړی دی ده عذاب ډير لوی .

په حديث شريف کې راځي : الله (جل جلا له ) ته د مسلمان له وژلو څخه د ځمکې ړنګېدل او ورانېدل آسانه دي .

كما قال صلى الله عليه وسلم :«: زَوَالُ الدُّنْيَا أَهْوَنُ عَلَى اللَّهِ مِنْ قَتْلِ رَجُلٍ مُسْلِمٍ » (رواه الترمذي -1395، والنسائي -3987، اوابن ماجه -2619).

مګر په دريو صورتونو کې د مسلمان قتل د اسلامې محاکمې د ثبوت او تحقيق وروسته جايز دی :

واده شوی سړی او ښځه چې کله زنا وکړي ، کوم کس چې بل مسلمان په ناحقه قتل کړي نو هغه به قصاص کيږي او مرتد چې د اسلام له دين څخه ګرځيدلی وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

شرح الربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 72 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً