د ايمان او اسلام وروڼه

له ابى حمزه انس بن مالكt خادم د رسول اللهr نه روايت دی چې رسول اللهr فرمايلي: «لاَ يُؤْمِنُ أَحَدَكُمْ حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ»([1]).

ژباړه: له تاسې څخه څوک کامل مؤمن نشي کيدای تر څو چې څه شی چه د خپل ځان لپاره خوښوي هغه د خپل ورور لپاره هم خوښ کړي .

تشريح :

د « لاَ يُؤْمِنُ » څخه کامل او پوره ايمان مراد دی .

د « حَتَّى يُحِبَّ لأَخِيْهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ » : مطلب دا چې څه شی د ځان لپاره خوښوي له طاعاتو او مباحاتو نو هغه به د خپل مسلمان ورور د پاره هم خوښوي ، په دې کې دنيوي او آخروې ښېګڼې دواړه شاملې دي .

او په دې کې د حسد څخه پرهيز دی ځکه حسد کوونکی دا نه خوښوي چې د ځان په شان دې بل کس څه ولري بلکي د هغه تمنا د هغه نه د نعمت زوال وي .

او ځينې علماء وايي : مؤمن له مؤمن سره داسې دی لکه يو نفس ، نو څه چې د ځان لپاره خوښوي هغه به د خپل مؤمن ورور لپاره هم خوښوي ځکه د يو نفس حکم لري ، لکه په حديث شريف کې چې راغلي : «المؤمنون کالجسد الواحد اذا اشتکي منه عضوا تداعي له سائر الجسد بالحمی والسهر ».

يعنې : مؤمنان لکه يو جسد داسې دي ، کله چې د هغه يو اندام نا آرام شي نو ټول بدن يې ورسره په برياد ، تبه او نا آرام شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

شرح اربعين النوويه / ابن سابق رحمه الله

آن لاين اسلامي لارښود

[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.

(Visited 134 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً