له ابىهريره عبدالرحمن بن صخر رضی الله عنه نه روايت دی چې وايي: اورېدلي مې دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ، وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ، فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ وَاخْتِلاَفُهُمْ عَلَى أَنْبِيَائِهِمْ»([1]).
ژباړه : د هغه څه مې چې تاسې منع کړې يئ لرې اوسئ ، او د څه مې چې تاسې ته امر کړی دی د خپل توان په اندازه هغه تر سره کړئ ځکه په يقين سره د تاسې څخه چې مخکې کوم خلک تباه شوي دي د دوی د ډير سوالونو کولو په وجه او اختلاف د دوی له پيغمبرانو د دوی سره .
تشريح :
ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته خطبه کوله او فرمايل يې :«يا أيها الناس ، قد فرض الله الحج عليکم فحجوا» ، دا مهال يو کس وويل : هر کال يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ؟ رسول الله څه ځواب ورنه کړ ، تر دې پورې چې دری ځله يې دا پوښتنه تکرار کړه ، بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : کچېرې هو ووايم او در باندې واجب شي نو ته توانيږې ، بيا يې وفرمايل : «ذروني ما ترکتکم فانما أهلک من کان قبلکم کثرة سؤالهم و اختلافهم علی أنبيائهم ، فاذا أمرتکم بشیء فائتوا منه مااستطعم …»
او سوال کوونکی سړی أقرغ بن حابس وو .
ابن رجب په جامع العلوم والحکم کې وايي چې بيا دغه آيت کريمه نازل شو :
[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَسْأَلُواْ عَنْ أَشْيَاء إِن تُبْدَ لَكُمْ ] ( المائدة : 101).
ژباړه: ای مؤمنانو مه کوئ تاسې له هغو شيانو که ښکار کړ شي تاسې ته (ځواب د هغو) نو خپه به کړې تاسې .
او ددې حديث مطلب دا دی چې ډير سوال کولو ته حاجت نشته ، او په دې باندې د امت اتفاق دی چې حج په عمر کې يو ځل فرض دی .
قول د « وَمَا أَمَرْتُكُمْ بِهِ فَأْتُوا مِنْهُ مَا اسْتَطَعْتُمْ »: دا د اسلام له قواعدو څخه يوه بله مهمه قاعده ده کوم چې مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې جامع خبرې په توګه بيان کړې ده او په دې قاعده کې د احکامو ټول هغه صورتونه شامليږي کوم چې انسان يې د څه عذر په وجه له کولو څخه عاجز شي ، لکه : يو سړی د څه عذر په وجه د لمانځه ځينې ارکان او شروط نشي ادا کولای نو هغه ته اسلامي شريعت د ترک اجازت ورکړی ده ، مثلاً يو کس د څه عذر له مخې قيام نشي کولای نو هغه ته په ناسته سره لمونځ کول جايز دي ، او يا د اودس په کولو کې د کوم اندام له مينځلو څخه د کوم عذر په وجه عاجز شي د هغه پرېښودل ورته جايز دي .
او ددې حديث شريف مطلب په قرآنکريم داسې بيان شوی دی :[فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ] (التغابن: 16).
ژباړه: نو وډار شئ له الله هومره چې توان وي ستاسې.
قوله تعالى:[لا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلا وُسْعَهَا] (البقرة:۲۸۶ ).
ژباړه : نه کوي تکليف الله پر هيچا باندې مګر د هغه د توان او طاقت ( په اندازه ) .
مګر دا قول د رسول الله صلی الله عليه وسلم « مَا نَهَيْتُكُمْ عَنْهُ فَاجْتَنِبُوهُ » او د «نهي» معنی ده منع او د څه نه مې چې منع کړې ياست د هغه څخه پرهيز وکړئ ، او الله تعالی مونږ ته حکم کړی دی چې : [وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ](حشر ۷).
ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .
قول د « فَإِنَّمَا أَهْلَكَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ كَثْرَةُ مَسَائِلِهِمْ »: ددې وينا څخه د رسول الله عليه وسلم مطلب د ډيرو سوالونه نه کول دي ، لکه قصه د بنی اسرائيل ( د غوا د ذبحې په باره کې) کچېرې دوی اقتصار کړی وای نو هره ډول غوا چې وه هغه به يې ذبحه کړې وه ، مګر دهغوی د ډير سوالونو کولو په وجه همداسې مسئله هم ورته سختېده ، پس رسول الله صلی الله عليه وسلم په مثال ددې د خپل امت په باره کې وېرېدلی دی .
و الله اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
[1]– رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.