اربعين النوويه – د بدعت رد
له ام المؤمنين عايشه رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ أَحْدَثَ فِي أَمْرِنَا هذَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ»([1]).
ژباړه :هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) پس هغه شی مردود دی ( د قبول وړ نه دی) .
تشريح :
« رَدٌّ» په معنی د مرود او باطل .
دا حديث شريف په دين کې يو ستره قاعده ده ، هر هغه عمل چې د اسلامي شريعت (قرآن او سنتو ) د حکم او امر موافق نه وي ، يعنې په دين کې نوي پيدا شوی عمل چې په دين کې کوم اصل ونلري ( ځکه چې دين پوره شوی دی ) بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده ( د دين څخه انحراف دی ) .
د بدعت تعريف :
بدعت په لغت کې نوي پيدا شوی شي ته وايي ،د بدعت شرعي معنی دا ده چې په دين کې د څه کار زياتوالی او کموالی کوم چې په قرآن او سنتو کې يې هيڅ ثبوت نه وي يعنې نه په قرآن کې د هغه څه ثبوت وي او نه د نبی صلی الله عليه وسلم نه د هغه د کولو ثبوت نه قولاً ،نه فعلاً ،نه صراحةً او نه هم اشارة ً ثابت وي .
يا په بل عبارت : بدعت په لغت کې هر نوي پيدا شوي شی ته وايې چې مخکې يې کومه نمونه نه وي مګر د شريعت په اصطلاح کې د الله تعالی عبادت کول په نا مشروع او ناجايز ډول يا په داسې طريقه عبادت کول چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم او خلفای راشدينو په طريقه نه وي بدعت بلل کيږي .
قرآني دليل ، الله تعالی فرمايي:[أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ ]
ژباړه:آيا دغه خلکو د الله پاک سره داسې شريکان نیسي چې د دوی د پاره د دين داسې طريقې غوره کړي چې الله د هغه اجازه نه ده کړې .
دوهم دليل سنت ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «عَلَيكُم بِسُنَّتي وَ سُنَّةِ الخُلَفاءِ الرّاشِدينَ المَهدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيها بِالنَّواجِذِ، وَ إيّاكُم وَ الأُمُورَ المُحدَثاتِ» (احمد ، ابن ماجه ، ترمذي و ابن حبان ) .
ژباړه: تاسې زما په طريقه او په طريقه د خلفای راشدينو منګولې ونيښلوئ او هغه په عقلي غاښونو سره ټينګ ونيسئ او له نويو امورو څخه پرهيز وکړﺉ .
په بدعت کې درجی دی بعضی د مکروه په درجه کې دی بعضی د حرامو او بعضی د شرک اکبر په درجه کې دی اصرار کونکی په بدعت په هر حال کې فاسق دي .
د بدعت خطرناکې پايلې :
۱- د بدعت اعمال مردود دي يعنی د قبول وړ نه دي :
پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «مَنْ أَحْدَثَ فِى أَمْرِنَا مَا لَيْسَ مِنْهُ فَهُوَ رَدٌّ» (متفق عليه ) .
ژباړه: هر چا چې زمونږ په دين کې څه شی پيدا کړل چې له مونږ څخه نه وي (په اسلام کې نه وي ) مردود دی.
۲- بدعتي تر هغه چې په بدعت لګيا وي توبه يې نه قبليږي نو ځکه ددی ويره شته چې په بده خاتمه له دنيا څخه رحلت وکړي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «إن الله حجب التوبة عن صاحب كل بدعة حتى يدع بدعته» (الطبراني)
ژباړه : الله تعالی تر هغې پورې د هر بدعت کوونکې توبه نه قبلوي تر څو چې هغه ترک نه کړي .
۳- بدعتي حوض ته نشي تلای او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له شفاعت څخه بې برخې وي .
پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «أَنَا فَرَطُكُمْ عَلَى الْحَوْضِ، لَيُرْفَعَنَّ إِلَىَّ رِجَالٌ مِنْكُمْ حَتَّى إِذَا أَهْوَيْتُ لأُنَاوِلَهُمُ اخْتُلِجُوا دُونِى فَأَقُولُ: أَىْ رَبِّ أَصْحَابِى. يَقُولُ: لاَ تَدْرِى مَا أَحْدَثُوا بَعْدَكَ» (البخاري ).
ژباړه: زه تاسې نه مخکې حوض ته رسيږم او له تاسې څخه ځنې خلک ښکاره شي او ناګاهانه بيرته ورک شي ، وايم : ای ربه ! زما ملګري دی څه کړل ؟ وبه ويل شي نه پوهيږي چې وروسته له تا نه هغوی څه کړي دي .
او په بل روايت کې دي : «إِنَّكَ لاَ تَدْرِى مَا بَدَّلُوا بَعْدَكَ فَأَقُولُ: سُحْقًا سُحْقًا لِمَنْ بَدَّلَ بَعْدِى»(البخاری دارالکتاب عربي بيروت ).
يقيناً ته نه پوهيږی چه وروسته له تا څخه څومره عوض او تغير شوي ، وايم به : څوک چې وروسته له ما نه تغير شوی وي له ما نه دې لرې وي .
۴- ګناه به د هر هغه چا د قيامت تر ورځې د بدعت رواج کونکي پر غاړه وي چا چې دده په بدعت عمل کړی وي ځکه چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: « … وَمَنْ سَنَّ سُنَّةً سَيِّئَةً كَانَ عَلَيْهِ وِزْرُهَا وَمِثْلُ وِزْرِ مَنْ عَمِلَ بِهَا مِنْ غَيْرِ أَنْ يُنْتَقَصَ مِنْ أَوْزَارِهِمْ شَىْءٌ» (رواه مسلم ) .
ژباړه: هر چا چې په اسلام کې د ناوړه او بدې لارې تأسيس وکړ دهغه ګناه او هر چا چې وروسته له هغه څخه په هغه عمل وکړ دده پر غاړه وي بې له دې څخه چې د هغوی له ګناهونو کم شي.
۵- بدعت رواج کونکی او بدعتي ملعون دی .
پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مَنْ أَحْدَثَ فِيهَا حَدَثًا، أَوْ آوَى مُحْدِثًا، فَعَلَيْهِ لَعْنَةُ اللَّهِ وَالْمَلاَئِكَةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» (متفق عليه ) .
ژباړه: هرچا چې په دين کې بدعت را منځته کړ يا یې بدعت ګر ته پناه ورکړه په هغه د الله تعالی ،ملايکو او ټولو خلکو لعنت وي .
۶- بدعت ګماهي ده او دهرې ګمراهیۍ پايله دوزخ دی ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «كُلُّ بِدْعَةٍ ضَلَالَةٌ، وَكُلُّ ضَلَالَةٍ فِي النَّارِ» (مسلم ، ابؤداود ، ابن ماجه ) .
ژباړه: ټول بدعت ګمراهي ده او د ټولو ګمراهیو پايله دوزخ دی .
والسلام ومن الله التوفيق
متن حديث : اربعين النوويه / امام نووي رحمه الله
شرح الحديث / ابن سابق رحمه الله
شرح بدعت / سليم الهلالي
ژباړه /آن لاين اسلامې لارښود حفظه الله
[1]– رَوَاهُ البُخَارِيُّ وَمُسْلِمٌ.