آیا د UFOحيوان تر انسان هوښیار دی ؟

سلام علیکم ورحمت الله وبرکاته::
د اسلامي لارښووني ټول ټیم ته د زړه له کومي څخه سلامونه او احترامات وړاندی کوم او هیله لرم چی د صحت جامی مو په ځان وی.

ګرانه وروره!
تیره ورځ د چا سره ناست یو کس داسی یو عجیبه غوندی خبره یی وکړه چی ټول صنف یی حیران کړو. وایی چي په دنیا کی داسی مخلوقات شته چی یو اف او UFO=Unidentified Flying Object) ( ورته وایی چی اکثره د چین، جاپان، امریکا، د افغانستان بعضی غرونو ته او داسی نورو ځایونو ته راښته کیږي چی د انسانانو څخه ډیر هوښیار او قوی دی، په شکل کی د انسان څخه واړه دي او ددی ذکر په قران کې په غیر مستقم ډول هم شوی ده. ایا دا حقیقت لری او کنه؟ ددی په باره کې قران او اسلام څه ویلی دی او کنه؟ مهربانی وکړی دا خبره راته واضیح کری. مننه!

خاليد ظريفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

د « UFO=Unidentified Flying Object» اصطلاح د هر نا معلوم او او نا پيژندل شوي هوايي جسم لپاره کارول کيږي او دا اصطلاح په کال ۱۹۵۲ په امريکا کې رامينځته شوه ، چې دا اصطلاح د هر نا پيژندل شوي جسم هوايي مرغه ، فضايي الوتکي او راکت او نورو لپاره کارول کيږي او دا يو غير باوري راپور وو .

د پورته اصطلاح د نوم څخه څرګنديږي چې دا نا پيژندل شوي هوايي اجسام دی ، نو د شکل ، جسامت او هوښيارتيا په اړه يې خبرې کول هسې يو خيال دی .

دوهم :

د انسان څخه هيڅ حيوان هوښيار نه دی ، انسان په هر څه کې اشرف المخلوق دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آَدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُمْ مِنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا] (الإسراء:۷۰) .

ژباړه :او په رښتيا چې مونږ بني آدم ډير عزت من کړی ، په وچه او لمده کې مو هغه ته سپرلی ورکړې له پاکو څيزونو مو هغه ته روزي ورکړې او په خپلو ډيرو مخلوقاتو مو هغه ته ډير زيات غوروالی ور بښلی دی .

مګر سره له دې چې انسان الله تعالی اشرف المخلوق هست کړی دی هغه ته يې عقل ورکړي ، عزت يې ورکړی او د ځمکې هر څه يې هغه ته مسخر کړي دي مګر کله چې د خپل خالق څخه بغاوت وکړي ګمراه شي ، کفر او شرک غوره کړي نو بيا يې مقام او مرتبه تر حيوان هم ټيټه ده .

لقوله سبحانه :[ أَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَهَهُ هَوَاهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلاً * أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلاً] (الفقان ۴۳و۴۴)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً