په شاتو او د شاتو مچيو کې د الله تعالی د قدرت حيرانوونکې نښې :
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ ، ثُمَّ كُلِي مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً يَخْرُجُ مِن بُطُونِهَا شَرَابٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (النحل :۶۷-۶۸ ) .
ژباړه : او ستا رب د شاتو د مچی په زړه کې ور واچوله چې په غرونو، ونو او هغو لوړو او دنګو ځايونو کې ځانونو ته ځالی جوړې کړئ ، بيا هر ډول ميوې وخورئ او په هغو ليارو والوزئ چې خپل رب درته آسانه کړې دي ، د هغو له ګيډو نه په مختلفو رنګونو شربت راوځي چې په هغه کې د خلکو لپاره شفاء ده . په رښتيا چې د فکر کوونکي قوم لپاره په دې کې لويه نښه او دليل دی .
د پورت آيت کريمه هر لفظ الهي معجزه ده .
کلمه د « أَوْحَى » معجزه ده ، او دا ثابتوي چې مچی د شاتو په توليد او جوړولو نه پوهيدې ، الله تعالی هغوی ته الهام وکړ او د ژوند او فعاليت ترتيب او تنظيم يې ورښودلو چې دا د چا نه پټه نه چې د شاتو مچی يو عجيب منظم ژوند لري .
کلمه د « اتَّخِذِي » همدارنګه معجزه ده ، الله تعالی مچيو ته د الهام په ذريغه لارښوونه وکړ چې په غرونو او ونو کې خپلې ځالې جوړې کړي .
کلمه د « فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلاً » د الله تعالی د قدرت ستره نښانه ده چې مچيو ته د الوتلو لارښوونه کړي ، مچی د ګلانو د شيرې ټولو لپاره کلو مترو مصافه طی کوي ولی لاره نه ورڅخه ورک کيږي بيرته خپلې ځالی ته راځي .
د شاتو مچی له پاکو ګلانو څخه شيره ټولوي او هيڅ ناپاک شی نه خوري او بلاخره ددې څخه شات جوړيږي .
د الله سبحانه وتعالی دغه پاک ، ظريف او منظم لښکر د چا لپاره کار کوي ؟
د شاتو مچۍ د کلو متره فاصلو څخه د ګلانو شيره ټولوي او يا يې د کلو متره فاصلو څخه په خپلو وزرونو کې خپلې ځالی ته انتقالوي تر څو شات توليد کړي او دغه خدمت او د شاتو توليد د چا لپاره دی ؟
دا پاک ، ظريف او منظم لښکر د انسان لپاره خدمت کوي ، پس وګوره ! ای انسانه د ځمکې او آسمان مخلوق ستا لپاره تسخير او ستا خدمت کوي پس ته د څه لپاره پيدا شوی يې او څه مسئوليت لرې ؟
د شاتو کيمياوي ترکيب :
[کاربوهيدرات- اوبه ، پروتين – غوړي – سوديم – پوتاشيم – کلسيم- مګنيزيم- فوسفور- اوسپنه – فلز
کبريت- کلور – ريبو فلاتين – اسيد نيکوتين – ويتامين بی 1 – بی 2 – بی 3 – بی 5 – ويټامين سی – کا او ويټامين اِی] .
ځينې هغه امراض چې د شاتو په وسيله يې درملنه کيږي :
جلدي حساسيت :
د جلدي حساسيت د درملنې لپاره عسل او زيتون مهم رول لري ، چې سبا او بيګا به حساس ځای په عسل او زيتون سره غوړ کړ شي .
د جلد ښکلا :
د جلد د ښکلا لپاره د عسل استعمال مهم دی مخ او لاسونه به شاتو باندې غوړ کړ شي او څلور ساعته وروسته به مخ ومينځل شي او بيا به د زيتون په تيلو غوړ کړ شي او دا کار به تر يوې اونۍ پورې تکرار کړي .
د زخمونو او سوي درملنه :
شات پخپل ذات کې يو ضد مکيروبي او ضد عفوني ماده ده او همدارنګه د وينې جريان بندوي ، له پخوا زمانو څخه د زخم او همدارنګه د سوي اندام لپاره کارول کيږي ، کچېرې سوزول شوی ځای په شاتو باندې درملنه شي نو د سوي ځای داغ هم نه پاتې کيږي .
د طب بنسټګر ابن سنا رحمه الله په دې باندې ډير ټينګار کړی دی چې شات د زخم او سوي په درملنه مهم رول لري .
د معدې او کلمو درملنه :
د معدې او کلمو د زخم ، التهاب ، تيزابو ، درد ، ګيس او نورو امراضو لپاره مهم رول لري :
له پخوا زمانې څخه شات د ګيډې د درد لپاره کارول کيږي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روایت نقل شوی دی چې هغه يو صحابي ته د ګېډې د درد د درملنې لپاره د شاتو د خوړلو حکم کړی دی .
نورو امراضو درملنه :
همدارنګه شات تنفسي امراضو لپاره د پخوا زمانې څخه کارول کيږي او همدارنګه د زکام د درملنې لپاره چې په ګرمو شيدې به څښل کيږي مهم رول لري .
همدارنګه عسل (شات ) د سل مرض په درملنه کې مهم اثر لري چې رئيس اطباء ابن سينا ډير تينګار ورباندې کړی دی .
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله