د تجويد ورستی درس – د تلاوت طرېقې

د تلاوت طریقی څلور دي:

۱- ترتیل: عبارت د هغه تلاوت څخه دی چی په ډیر اطمینان سره وشي د تجويد احکام پکې مراعات کړ شي اوهرحرف په خپل مخرج کی سره له صفته ادا شي او د هغه په معنی کی تدبر او فکر وشي .

۲- حدر: عبارت دهغه تلاوت څخه دی چی سرعت یې زیاد مګر ټول حروف په خپلومخرجونو کی ادا شي او د تجوید ټول احکام مراعات شي چی دغه ډول تلاوت په تراویحوکی کیږي داسی نه لکه نن سبا چی زمونږپه مملکت کی دروژی مروج ختمونه کیږی چی نه یی اخفا معلومیږي اونه یی اظهار، نه یی وقف معلومیږي اونه یی وصل اونه څوک ورباندی پوهیږي اوبیا وایی چی ما حدر وویل داسی کول پکارندي الله تعالی دمونږ اودغه قاري صاحبانوته هدایت وکړي.

۳- تدویر: هغه تلاوت ته وایی چی نه ډیر تیزاونه ډیر ورو وي بلکه دترتیل اوحدر په مابین کی وي چی دا ډول تلاوت په روزانه ګردان یا تلاوت کی کیږي.

۴- تحقیق: هغه تلاوت ته وایی چی ډیرپه کراره سره وشي یعنی دهرحرف حق دتجوید داحکامو مطابق اداشي اودهرنوع زیادت اونقصان څخه پاک وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً