په تير درس کې د ژبې د حصو او غاښونو بيان وشو چې د مخارجو د پيژندو لپاره مهم دي ، اوس د حروفو مخارج په تفصلي ډول بيانيږي :
اول: الحلق (ستونی ):
په حلق کې دری مخرجونه دي (اول د حلق، وسط یا مابین د حلق، آخر د حلق).
له ستوني یا حلق څخه شپږ حروف په لاندې ډول ادا کيږي :
د حلق له شروع یا اولي برخي څخه يعنې د خولې له طرفه “غ” او “خ” ادا کيږي لکه: ( أَغْ ) (أَخْ).
د حلق له منځنۍ برخې څخه “ع” او “ح” ادا کیږي لکه: (أَعْ ) (أَحْ ).
د حلق له آخري برخې څخه یعنی د سینې له طرفه “همزه” او” ها” ادا کيږي لکه (أَءْ) (أَهْـ)
پدې هکله یو شاعر داسې وایي:
حرف حلقی شش بود ای باوفا همزه ها وعین حا وغین وخا
دوهم: اللسان(ژبه) :
په ژبه کی لس مخرجونه دي چی ۱۸ حروف ورڅخه ادا کيږي.
۱– د“ق“ مخرج :
کله چې د ژبی پای یا آخره برخه له نرم تالو سره ولګيږي د “ق” توری ادا کيږي .
۲– د “ک” مخرج:
د “ک” مخرج هم د”ق” په څير د ژبې پای له تالو سره لګېدو سره تلفظ کيږي مګر دومره توپير دی چې د قاف له مخرج څخه لږ بيرون د خولې طرف ته او د هغه د تلفظ پر مهال کوچنۍ ژبه آزاده وي او د ژبی په پای پورې نه سريښيږي .
۳- د ” ض ” مخرج :
كله چې د ژبې يو اړخ له ښي یا چپ طرف پاس اضراس غاښونو له داخلي ديوال يا څنګ سره ولګول شي د “ض” توری تلفظ كيږي،البته له چپې خوا څخه يې ادا کول آسانه دي .
مګر له ښی خوا څخه یې ادا کول زيات دی .
إحدى حافتي اللسان مع ما يحاذيها من الأضراس العليا: ومنه يخرج أدق حروف العربية نطقا وهو حرف الضاد (ض). وخروج الضاد من حافة اللسان اليسرى أسهل وأكثر استعمالا من الحافة اليمنى (برنامج الاحکام التجويد ) .
خو پام باید وشي چې ض د “ظ” او “ذ” په څير ادا نه شي .
۴- د ” ل “ مخرج :
کله چې د ژبې بيروني برخه يا «طرف اللسان» د پاس ثناياغاښونو له تالو سره ولګول شي د “ل” توری ادا کيږي .
مخرج لام ، طرف اللسان مع أطراف الثنيا العليا (کيف تحفظ القرآن /دوکتور مصطفی مراد).
او ځينې علماء کرام وايي : کله چې د ژبې بيرونی طرف يا د ژبې اړخ د پاسنيو ثنايا ، انياب ، رباعي او ضاحک له تالو سره ولګول شي د “ل” توری ادا کيږي .
إحدى حافتي اللسان (أو كلتاهما) مع ما يحاذيها من لثة الأسنان العليا (لثة الضاحكين والنابين والرباعيتين والثنيتين): ويخرج منه حرف اللام (ل).(برنامج الأحکام التجويد ) .
۵- د ” ن “ مخرج :
کله چې د لام د مخرج نه لږ کښته د ژبې بيرونۍ برخه (چی په عربی کی ورته طرف لسان او په فارسي کې ورته نوک زبان وایي) د پاس تالو سره د ثنايا ، رباعياتو غاښونو مخامخ ولګول شي د “ن” توری اداکیږي .
۶- د ” ر“ مخرج :
کله چې د ژبې نوک يا طرف لسان او د هغه د شاه څه برخه د پاس غاښونو (ثنايا ، رباعياتو ) د تالو سره ولګول شي د “ر” توری ادا کیږي .
۷- د “د،ت٬ ط” مخرج :
کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له بيخ سره ولګيږي د “د” ، “ت” او“ط” توري ادا کیږي ،خو دومره توپير شته چې د” ط ” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د “دال” او”تا” حروف تش یا باریک ادا کیږي .
۸- د“ذ،ث ،ظ“ مخرج :
کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له څوکې(سر) سره ولګيږي د (ذ،ث ، ظ ) حروف ادا کيږي خو دومره توپير شته چې د ” ظ ” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د ” ذال ” او” ثا ” حروف تش یا باریک ادا کیږي .
۹- د“س،ز،ص“ مخرج :
کله چې د ژبې څوکه د لاندنيو ثناياوو د داخل طرف سره ولګول شي نو د “ز،س،ص” توري ادا کيږي خو دومره توپير شته چې د” ص” حرف د استعلاء د صفت د لرلو له کبله ډک ادا کيږي او د ” ز ” او” س ” حروف تش یا باریک ادا کیږي .
۱۰- د“ج،ش،ي“ مخرج :
کله چې د ژبې منځنۍ برخه د د پاس تالو سره ولګيږي نو د “ج ، ش،ي” توري تلفظ کيږي .
او دلته د «ي» د حرف څخه غير مدي «ي» مطلب ده .
دریم: شونډې
په شونډوکښې دوه مخرجونه دي: د “ف” مخرج او د “ب، م، و” مخرج چی څلور توري په لاندې ډول ورڅخه ادا کيږي :
۱- کله چې پاسنۍ او لاندينۍ شونډې سره ولګيږي د “ب” او “م” توري ادا کيږي خو دومره توپیر شته چی “ب” د شونډو له لانده (داخل) طرف څخه او “م” د شونډو له وچ(بیرون) طرف څخه ادا کیږي او د “م” په ادا کولو د خيشوم مخرج هم برخه اخلي .
او كله چې دواړه شونډې د ګل د غوټۍ په څېر راغونډې شي او سره ونه لګول شي بې مده “و” ادا کيږي .
۳- کله چی د لاندینۍ شونډې ګیډه د پورته ثنایا غاښونو له څوکو سره ولګول شي د ” ف” توری ادا کيږي .
څلورم: خیشوم(دپوزي بیخ یا دپوزي آخره برخه).
له خیشوم څخه غنه ادا کیږي( غنه هغه آوازته وایي چې د غرڅه له آواز سره مشابه وي یعنې کله چی غرڅه خپل بچي ته آواز کوي نو آواز یی له غنی سره مشابه وي) ، کله چی نون اومیم مشدد واقع شي نو او يا غنه لرونکی ادغام مينځته راشي ، غنه ادا کيږي.
پنځم : جوف (د خولې داخلي خاليګاه ).
له دغه ځای څخه دری مد لرونکي توري ادا کيږي .
۱- “و” کله چې ساکن وي او له هغه څخه مخکې حرف پيښ ولري لکه “المغضُوْب “
2- “ی” کله چې ساکنه وي او مخکې حرف يې زير ولري لکه ” نستعِيْن “
3- “الف” کله چې ساکن وي او له هغي مخکې حرف زور ولري لکه ” قَاْلَ” .
چی ښه مثال یې( نُوْحِیْهَا) دی.
د مخارجو د لنډيز جدول
مسلسل نمبر |
الحروف توري |
خاص مخرج |
د مخارجو شمير |
عام مخرج |
شميره |
۱ |
ء ، ها |
اقص الحلق (د ستوني آخري برخه) |
۱ |
الحلق (ستونی) |
۱ |
۲ |
ع،ح |
وسط حلق (د ستوني مينځنې برخه) |
۲ |
||
۳ |
غ،خ |
أدنی الحلق (د ستونې لومړۍ برخه ) |
۳ |
||
۴ |
ق |
اقصی اللسان (کله چې د ژبې پای د نرم تالو سره ولګول شي ) . |
۱ |
اللسان ژبه |
۲ |
۵ |
ک |
د «ق» د مخرج سره نږدې لږ د خولې بيرون طرف ته . |
۲ |
||
۶ |
ج،ش،ی |
وسط اللسان (کله چې د ژبې مينځنۍ حصه د مقابل تالو سره ولګول شي ) . |
۳ |
||
۷ |
ض |
حافة اللسان (كله چې د ژبي يواړخ له ښي یا چپ طرف پاس اضراس غاښونو د داخلي ديوال سره ولګول شي) . |
۴ |
||
۸ |
ل |
طرف اللسان(کله چې د ژبې څوکه د پاس د ثنايا غاښونود تالو سره ولګول شي ) . |
۵ |
||
۹ |
ن |
طرف اللسان (کله چې د ژبې څوکه د پاس ثنايا ،رباعياتو د تالوسره ولګول). |
۶ |
||
۱۰ |
ر |
طرف اللسان (کله چې د ژبې څوکه د پاس تالوسره د رباعياتو اوثنایاوو غاښونو مينځ کښی ولګول شي). |
۷ |
||
۱۱ |
د،ت،ط |
طرف اللسان (کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له بيخ سره ولګيږي). |
۸ |
||
۱۲ |
ث،ذ ، ظ |
طرف اللسان (کله چې د ژبې نوک د پورته ثناياوو له څوکې (سر) سره ولګيږي ). |
۹ |
||
۱۳ |
س،ص،ز |
رأس اللسان (کله چې د ژبې څوکه د لاندنيو ثناياوود داخلي طرف سره ولګیږي). |
۱۰ |
||
۱۴ |
ب،م ،و |
مابين الشفتين (کله چې پاسنۍ او لاندينۍ شونډې سره ولګيږي ) . |
۱ |
الشفتان شونډې |
۳ |
۱۵ |
ف |
کله چې لاندې شونډه د پاس غاښونو سره ولګول شي . |
۲ |
||
۱۶ |
ا،و ،ي |
الجوف (د خولې خاليګاه څخه راوځي ) |
۱ |
جوف د خولې خاليګاه |
۴
|
۱۷ |
غنه |
الخيشوم (د پوزې له پيخ څخه راوځي ) |
الانف پوزه |
۵ |
تمرين :
۱- د قصی اللسان د ژبې کومه برخه ده او ددې برخې څخه کوم حروف ادا کيږي ؟
۲- د (ضاد) د حرف مخرج بيان کړئ او د (ظاء او ذال ) حروفو د ادا کولو سره يې څه فرق دی .
۳- د (ذال ) د حرف مخرج بيان کړئ او د (زاء ) د حرف سره په ادا کولو کې څه توپير لري ؟
۴- د (حاء ) او (هاء ) د حروفو په ادا کولو کې څه فرق دی ؟
۵- د (سين ) او (صاد) د حروفو په ادا کولو کې څه فرق دی ؟
۶- د (طاء) مخرج کوم دی او (تاء) سره کوم فرق لري او که نه ؟
آن لاين اسلامي لارښود – علوم القرآن څانګه