د محارمو ښځو سره د زنا کولو سزا څه ده ؟

اسلام عليکم د انلاين اسلامی لارښود  مسولين ته سلام کوم بعد سلام زما پوښتنه داده که چيری يو کس د خپلی خاله يعنی دخپلی مور د خوره سره زنا وکړی دا کس ته په شريعت کمه سزا ورکول کږی ستاسو د ځواب په هيله

ن – ج

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زنا د ناحقه قتل وروسته عظيمه ګناه ده ، چې د يو مسلمان په عزت او آبرو ستر ظالمانه تيری دی .

د زنا فاحش عمل په دنيا او آخرت کې سختې خطرناکې پايلې لرې تفصيل دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/5497

د محارمو سره زنا (العياذ بالله ) د خپلې مور ، خور ، خاله ، عمه د خور لور او د ورور لور سره زنا کول د نورو بيګانه سځو سره د زنا په نست لوی او ستر جرم دی ځکه په دې د حرمت له مينځه وړل ، د محرمې سره د يو ځایوالی ستر فساد ، د نسب ګډوډي او نور فسادونه پکې دي چې نسبت بيګانه ښځو ته د محارمو سره زنا ستر فحاشت دی .

وجاء في “الموسوعة الفقهية” (24/20) : ” يتفاوت إثم الزنى ويعظم جرمه بحسب موارده . فالزنى بذات المحرم أو بذات الزوج أعظم من الزنى بأجنبية أو من لا زوج لها , إذ فيه انتهاك حرمة الزوج , وإفساد فراشه , وتعليق نسب عليه لم يكن منه , وغير ذلك من أنواع أذاه . فهو أعظم إثما وجرما من الزنى بغير ذات البعل والأجنبية .

د امام احمد ، ابن قيم او اسحاق مذهب دا دی چې د محارمو سره زنا کوونکی به په هر حال وژل کيږي هغه که واده شوی وي او که نه وي مګر د جمهورو په نزد په حد کې يې څه فرق نشته .

وقال ابن القيم رحمه الله عن وطء الأم والبنت والأخت : ” فإن النفرة الطبيعية عنه كاملة ، مع أن الحد فيه من أغلظ الحدود في أحد القولين وهو القتل بكل حال محصنا كان أو غير محصن ، وهذه إحدي الروايتين عن الإمام أحمد ، وهو قول إسحاق بن راهويه .وقد روى أبو داود من حديث البراء بن عازب قال : لقيت عمى ومعه الراية فقلت له : إلى أين تريد ؟ قال بعثني رسول الله إلى رجل نكح امرأة أبيه من بعده أن أضرب عنقه وآخذ ماله . (فتاوی الاسلام سوال جواب رقم ۸۴۹۸۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً