په بانک کې د کمپلانس افيسر په توګه دنده تر سره کول څه حکم لري ؟

اسلاعليکم ورحمت الله ورحمت الله وبرکاته
محترم وروره الله پاک مو په ژوند کښی خیراوبرکت واچوه لکه څرنګه چی زه په کابل بانک کښی کارکوم البته دپوهنتون شعبه دکمپلانس افیسرپه صفت دپیسودتطهیرپه برخه کښی او غواړی چی دپاک قرآن ونبوی احادیث زمونږدکار په ارتباط څه حکم کوی که دمهربانی له مخی راته ځواب کړی دابه ستاسو لوی احسان وی انشاالله      ع .ک – کابل افغانستان
بسم الله الرحمن الرحيم
کوم بانک چې د سود او قمار په معامله کې لاس لري له هغې سره کار کول جواز نه لري
اصلاً خو د ټولو نارواوو سره مرسته او مدد کول حرام دي قوله تعالی :[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .
دا چې د سود ګناه ډيره سخته ده نو رسول الله صلی الله عليه وسلم په خاص ډول د سود په معامله کې مرسته کول هم د سود سره برابر بللې دي .
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : [لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَكَاتِبَهُ وَشَاهِدَيْهِ وَ قَالَ: هُمْ سَوَاءٌ] (مسلم ) . رسول الله صلی الله عليه وسلم دسودخوړونکي ،ورکوونکي ،ليکونکي اوشاهدان لعنت کړي دی ،اوويی فرمايل چه دوی ټول په اصل دګناه کی سره برابردی .
د پورته ذکر شوی صحيح حديث په رڼا کې د ټولو فقهاوو په دې باندې اتفاق دی چې په سودي بانک کې کار کول جواز نه لري .

آن لاين اسلامې لارښود

 

(Visited 89 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. محترمه وروره
    السلام علیکم ورحمت الله وبرکات
    زه فعلآ په یوه خیریه موسیسه چه دصحت تعلیم اوتربیه او معلولینو په برخه کی کار کوی کارکوم ږ زما هدف خپلو خلکو سره مرسته کول دی لیکن کوم معاش چه ماته راکول کیزی هغه له خارجی مراجعو نه لاس ته راو‌ډی زما پوشتنه داده چه ایا دغه معاش چه زیی اخلم ماته حلال ده او که نه

    —————————–
    ځواب
    د صحت ، معارف ، اوبه او برښنا و غيره په برخه کې کار کول د عامو خلکو خدمت په شرط ددې چې داسې څه په کې نه وي چې هغه د اسلام او مسلمانانو پر ضد تماميږي
    نور تفصيل دلته وګورﺉ http://dawat.katib.org/archives/2500