علم القراءات

تعريف :

القراءات جمع قراءة ده چې له مصدر د قرأ، يقرأ، قرانا څخه دی په معنی د لوستلو يا جمع کولو.

په اصطلاح کې علم قراءات هغه علم دی چې د قرآنکريم د الفاظو د ادا کولو څخه بحث کوي.

د جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم څخه اووه قسمه او په ځينو رواياتو کې لس قسمه قرآءات ثابت شوی دي، د ابن عباس رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«أَقْرَأَنِي جِبْرِيلُ عَلَى حَرْفٍ فَلَمْ أَزَلْ أَسْتَزِيدُهُ حَتَّى انْتَهَى إِلَى سَبْعَةِ أَحْرُفٍ» (بخارى:۳۲۱۹).

ژباړه: جبريل (اول) ما ته يو قسم قرائت را وښود، ما له هغه څخه وغوښتل چې ما ته نور قرآءات هم را وښيي، تر دې چې اوه قرائت ته ورسيدل.

د [سبعة احرف] په منعی کې د علماؤ اقوال :

امام سيوطي په علوم القرآن کې ويلي دي چې په دې باره کې د علماؤ څلويښت اقوال دي چې بيا يې ځينې مشهور اقوال په لاندې ډول بيان کړي دي :

۱- په دې کې مشکل دا دی چې معنی يې نه څرګنديږي ځکه لفظ د حرف چې دی شامليږي حروف هيجاء لره او حرف په يوازې توګه څه معنی نلري.

۲- ددې څخه په حقيقت کې اووه عدد مراد نه دی بلکي ددې څخه مراد آساني او توانايي ده.

۳- ددې څخه مراد اووه قراءات دي.

۴- ددې څخه مراد اووه لهجې دي چې معنی يې متفقه مګر په نحوي او لفظي ډول فرق لري لکه: أقبل، وتعالَ، وهلمّ، وعجّل، وأسرِعْ، و عن أُبَيِّ

۵- ددې څخه مراد د تلاوت پر مهال د نطق کيفيت دی لکه: ادغام، اظهار، تفخيم او ترقيق، اشباع، مد او قصر، تشديد او تخفيف او تليين او تحقيق.

۶- او ددې څخه د عربي اوه ژبې مراد دي کوم چې د عربي فصح ژبې دي. (مختصر اتقان في العلوم القرآن ص ۹۳).

علوم القرآن الاکاديمية الاسلامية ليکي :

قول جمهور أهل الفقه والحديث: المراد بالأحرف السبعة، سبع لغات من لغات العرب تختلف في اللفظ وتتفق في المعنى، هو ما يسميه العلماء بالمترادف. المترادف، يعني اللفظة تختلف ولكن المعنى واحد.

ژباړه: د اهل فقه او حديث جمهور قول دا دی چې: د حرف السبعة څخه مراد د د عربو د ژبو څخه اووه ژبې يا اووه لهجې دي چې معنی يې يو شان مګر په لفظ کې فرق لري کوم چې هغه ته علماء مترادف وايي، مترادف داسې چې: معنی يې يوه مګر الفاظ يې مختلف وي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً