عيزتمن ولسونه مه بدناموئ

پخوا لدې چې اصلي موضوع ته داخل شم تاسې ته د قارون او موسی عليه السلام يو عبرتناکه قصه بيانوم .

قارون ته الله تعالي ډير مال او دولت ورکړی وو مګر هغه د حق څخه بغاوت وکړ ، د مال د زکات ورکولو څخه يې انکار وکړ او د انکار کولو سربيره يې د موسی عليه السلام سره سخته دوښمي کوله .

يو ورځ قارون يوې ښځې ته څه مال ورکړ چې ته به په موسی عليه السلام پسې تهمت وايي . په عامو خلکو کې به دا وايي چې موسی عليه السلام (العياذ بالله ) زما سره زنا کړې ده .

کله چې قارون د خلکو په عام محضر کې له ښځې وغوښتل چې ستا سره فلاني څه کړې ، ښځې د قارون پرخلاف اصلي حال بيان کړ چې ماته قارون داسې ويلي وو چې ته داسې ووايه ، دلته موسی عليه السلام الله تعالی ته د شکر د ادا لپاره پر ځمکه سجده وکړه ، الله تعالی موسی عليه السلام ته وحی وکړه چې ځمکې ته مې حکم کړی چې ستا متابعت وکړي همغه وو چې قارون په ځمکه کې غرق شو (البداية و النهاية – ج ۲ ص ۲۰۱) .

کله چې دری ورځې مخکې مجاهد ولس قندوز وينولو ، کفري ټلوالې او د هغو چوکيدارانو ته ډيره سخته تمامه شوه ، نو يې د خپلې طاغوتي او درواغجنې مديا په مټ دا تهمت ولګولو چې دغو مجاهدينو ښار چور کړ او (العياذ بالله ) د خلکو پر ناموسونو يې تيری وکړ . حال دا چې هيڅ هم نه دي شوي ، او دا هيڅ عقل نه مني چې څوک یوازې د دين د قيام لپاره سرونه قربانوي هغوی دې فقط په يوه ورځ کې ښار ته داخل شي او بیا دې داسې څه وکړي !!!

د کفر او الحاد په مکتب کې روزل شوي په دې هم نه پوهيږي چې داسې ويل خو د ټولو افغانانو بدنامي او سپکه ده .

مسلمانانو ته فقط دومره وايم چې کچېرې پر دغو درواغجنه شيطاني مديا باور وکړئ له ايمانه به مو هم خلاص کړي .

ښه واروئ د فتنو زمانه ده خپله لاره مو يوازې د اسلامي شريعت د لارښوونې له مخې وټاکئ .

د چا چې پناه وړل ، اعتماد کړل ، مرسته غوښتل او دوستي د الله تعالی څخه پرته د اسلام د سرسختو دوښمنانو يهودو او نصارا سره وي ، د هغوی څخه د دين ، هيواد او خير تمه هسې خيال او هلاکت دی .

و ما علينا الا بلاغ

 استاذ : ع. ل – کابل

(Visited 43 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً