د مفسر شرطونه

۱- سالمه عقيده ، د مفسر عقيده به د اهل سنت و الجماعت په منهج برابره وي .

۲- د هوا نه پرهيز :

۳- د اصول تفسير علم :

د مفسر د پاره په اصول تفسير باندې پوهېدل مهم دي .

۴- علم آلات :

علم آلات عبارت دی له :

علم اللغة :

د مفسر لپاره په عربي ژبه پوهېدل مهم دي ځکه د عربي ژبې د پوهېدو پرته د قرآن په معنی نه پوهيږي .

علم النحوه :

علم نحو د اِعراب په لحاظ د کلمې د آخر حرکت د تغير يا نه تغير څخه بحث کوي .

ددې علم په وسيله د کلمې اعراف پيژندل کيږي تر څو د کلمې صحي معنی لاس ته راشي او د خطاء څخه مخه ونيول شي لکه په لاندې کلماتو کې :

ما أحسنُ زيدٍ ؟

ما أحسنَ زيداً ؟

ما أحسنَ زيدٌ

وينو چې په لومړۍ جمله کې مقصد د زيد د غوروالی په باره کې پوښتنه ده چې کلمه د (أحسنُ) پيښ لري او کلمه د (زيد) زير لري .

او په دوهم جمله کې وينو چې د زيد د غوروالی په باره کې تعجب دی چې (أحسن) په زور او (زيد) په نصب سره راغلی دی .

او په آخري جمله کې وينو چې د متکلم مقصد د زيد نه ښه والی او نه غوروالی دی چې (أحسن ) په زور او (زيد) په زفع (دوه پيښ ) راغلی دی .

علم التصريف :

علم صرف د کلمې علم دی چې ديوې کلمې دساختمان اوجوړښت څخه بحث کوي چې د هغه په وسيله د کلماتو جوړښت د ضېغې له مخې پيژندل کيږي .

مثلاً نَصَر (مددکول ) څنګه په نصر،ينصر،اُنصر،منصور تبديل کړو .

د علم صرف مهمه ګټه د کلمې د جوړښت او پېژندلو څرنګوالی دی چې د هغه په وسيله کلمات پېژندلای شو تر څو د هغو مناسبه معنی په لاس راوړو .

علم الأشتقاق :

علم الاشتقاق اصلاً د علم اللغة فرع ده ، چې ددې علم په وسيله اسم مشتق پيژندل کيږي .

مشتق هغه اسم دی چې د بلې کلمې ،فعل يا مصدر څخه اخيستل شوی وي لکه :مَطلع چې د الطلوع څخه اخيستل شوی دی .

البلاعة ، المعاني او بيان .

د علم بلاغة ، معاني او بیان په وسيله د کلام بلاغت ، بصاحت او د خبرې د صحت او رد أسلوب پيژندل کيږي .

علم قراءات :

د مفسر لپاره علم قراءات پيژندل مهم دي ، چې ددې بحث وروسته را روان دی .

علم اصول الدين

د علم اصول الدين په وسيله په معنی او تفسير کې هغه خطاء پيژندل کيږي چې اصول الدين مخالف وي ، يعنې د قرآنکريم معنی به د دين د اصولو موافق وي .

علم اصول فقه:

علم اصول فقه د علم آلاتو څخه ده ، د اصول فقه علم د تفسير لپاره زيات مهم دی .

علم مصطلح الحديث:

د علم مصطلح الحديث يا علم الحديث په وسيله احاديث د قبول او مردود له مخې پيژندل کيږي ، چې کوم حديث صحيح ، حسن او کوم ضعيف دی .

علم فقه:

علم فقه د تفسير لپاره مهم علم دی ځکه د فقهې په وسيله د شرعي نصوصو په رڼا کې د شرعي احکامو (حلال او حرام ) پيژندل کيږي .

علم أسباب نزول و قصص:

علم أسباب نزول خاص اهميت لري لکه : د شرعي حکم د حکمت او سبب پېژندل ، د حکم صحي تشخيص ، په معنی کې د اشکال لرې کول ، ځکه تفسير پرته د نزول د سبب له پېژندلو څخه ممکن نه دی ، علم اسباب نزول د قرآن د معنی د پوهېدو لپاره ډير مهم دی .

علم الناسخ و المنسوخ:

د علم ناسخ او منسوخ پيژندل د مفسر لپاره شرط دی .

علم عصري :

د نن عصر د مفسر لپاره دا هم شرط دی چې هغه څه نا څه د عصري علمومو څخه خبر وي لکه : علم احياء (فيولوژې) ، علم فزيک ، علم کميا ، علم تاريخ ، کمپيوټر او نور .

مخکې مو وويل چې : ترکي عالم نظام دين أبراهيم په علوم القرآن کې ليکلي چې : په قرآنکريم ۶۷۰ آيتونو په مختلفو علومو کې راغلی دي .

نن عصر کې د ټولنې اکثره وګړي د عصري علم سره بلتديا لري کچېرې مفسر د دغو علمومو په اړه څه نا څه معلومات ونلري نو هغه به د غو علومو په اړه عجائب او غرائب وايي ځکه په کوم شی چې سړی پوه نه وي يا د هغه څخه کرکه کوي او يا د هغه په اړه عجائب او غرائب غږوي چې دا بيا د نن عصر په ژبه د يو ديني عالم شخصيت ته توان رسوي او بل په قرآنکريم کې علمي اعجاز موجود دی چې هغه بيا د نن عصر په ژبه نشي بيانولای .

جاء في علوم القرآن الأکاديمة الاسلامية :

يُشترط في المفسر اليوم أن يكون مثقفًا عارفًا بعلوم العصر اليوم؟

نعم فهذا لا شك أنه سيكون مفيدًا جدًّا في التفسير.

يعني يأتي واحد الآن يفسر القرآن الكريم وهو ليس لديه معرفة ولو بسيطة بعلم الفيزياء، علم الأحياء، علم الجيولوجيا ، علم تاريخ الأمم القديمة والحضارات القديمة، لأنك سوف تأتي وتمر عليك آيات تتحدث عن خلق الجنين في بطن أمه، وأن الله -سبحانه وتعالى- خلقكم من نطفة، ثم جعل النطفة علقة، ثم جعل العلقة مضغة، ثم جعلنا المضغة عظامًا، ثم كسونا العظام لحمًا، هذه الحقيقة مسألة في علم أحياء. نحن الآن أحوج ما نكون إلى بيان إعجاز القرآن العلمي للناس.

ژباړه: د مفسر لپاره دا شرط چې هغه د نن عصر له علومو خبر وي ، هو ، پس په دې شک نشته چې دا علوم په تفسير کې ډير ګټور تماميږي .

يعنې : يو کس د قرآن تفسیر کوي خو هغه په علم بيولوژې ، فزيک ، جيولوژې او د پخوانيو امتونو په تاريخ حتی لږ هم نه پوهيږي او په دې اړه څه علم نلري ځکه چې په قرآنکريم کې ددغو علومو مربوط بحثونه دي لکه : د مور په رحم کې د جنين د پيدايښت مراحل چې په علم بيولوژي پورې اړه لري .

او زياتوي مونږ په نن عصر کې خلکو ته د د قرآن د علمي اعجاز بيانولو ته ضرورت لرو .

معاصر علماء د عصري عمومو زده کړه د امت يو ضرورت ګڼې ، مفسر بايد د هغه په مقاصدو پوه وي او د ټولنې وګړي د شرعي علم ، شرعي اخلاقو ، تقوی او ديندارۍ په زېور سره هغه ته چمتو کړي .

موقع موقع الألوکة ليکي :

العلوم ( غير العلوم الشرعية ) أي من استخراج المعادن وشؤون الزراعة والفلاحة وسائر العلوم النافعة ، قد يجب منها ما يحتاجه المسلمون ، ويكون فرض كفاية ، ولولي الأمر فيها أن يأمر بما يحتاجه المسلمون ، ويساعد أهلها في ذلك ، أي بما يعينهم على نفع المسلمين ، والإعداد لعدوهم ، وعلى حسب نية العبد تكون أعماله : عبادة لله عز وجل متى صلحت النية ، وخلصت لله ، وإذا فعلها بدون نية تكون من المباحات : أعني أنواع الصناعات المباحة ، واستخراج المعادن والزراعة والفلاحة ، وغير ذلك .
(موقع الألوکة / دوکتور خاليد بن عبدالرحمن الجريسي ) .

ژباړه: علوم غير شرعي لکه د معدنونو د اختراخ ، زراعت ، او نور کټور علوم کوم مسلمانان هغو ته ضرورت لري زده کړه يې فرض کفايي ده ، د مسلمانانو مشر به د هغه د زده کړې امر او انتظام کوي کومو ته چې مسلمانان ضرورت لري او د مسلمانانو په ګته وي . او دوښمنانو مقابلې به ورباندې کوي او اعمال په نيت پورې اړه لري ، که نيت خاص د الله تعالی رضا وي عبادت دی مګر د نيت پرته وي په مباحاتو کې راځي لکه : د مباح شيانو جوړول او توليد ، د معدنونو را ايستل ، زراعت ، او نور .

شبکة الاسلامية ليکي :

فإن العلوم الدنيوية التي تقوم عليها مصالح الناس وبنية المجتمع تعتبر فرض كفاية، وصاحبها في عبادة إذا نوى بعمله القيام بهذا الفرض وخدمة المجتمع… ولا شك أن أجره عظيم في هذه الحالة لأنه قائم بفرض من فروض الكفاية (شبکة اسلامية ) .

کوم دينيوي علوم چې په هغه باندې د خلکو مصالح ولاړ دي او د ټولنې بنسټ دی ، فرض کفايي دي ، صاحب په عبادت کې دی کچېرې د ده نيت د فرضو قيام او د ټولنې خدمت وي … او شکه نشته چې په دې حالت کې ستر اجر لري ، ځکه چې ددې کار تر سره کوونکي د فرض کفايي تر سره کوونکی دی .

امام شافعي رحمه الله وايي :

لا أعلم علماً بعد الحلال والحرام أنبل من الطب، إلا أن أهل الكتاب قد غلبونا عليه .

زه د حلالو او حرامو د علم وروسته له طب څخه ښه علم نه پيژنم ، ځکه چې اهل کتابو د هغه په وسيله پر مونږ باندې غلبه مودلی ده .

د مفسر آداب :

د مفسر او هر ديني عالم لپاره لاندې آداب په نظر کې نيول پکار دي :

۱- اخلاص :

۲-په خپل علم باندې عمل

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً