۱- قرآن :
د علم تفسير لومړی منبع او مأخد قرآن دی ځکه الله تعالی د خپل حکمت له مخې ځنې آيتونه په مجمل شکل نازل کړي او ځنې ايتونه يې په مفصل شان نازل کړي چې خپل يې قرآن تفسير کوي.
۲- احاديث :
د علم تفسير دوهمه منبع د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث دي ځکه قرآن په رسول الله صلی الله عليه وسلم نازل شوی دی الله تعالی په ډيرو آيتونو کې د بعثت مقصد تبيين (بيان) د آیايتونو ذکر کړی چې فرمايي:[وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ] (النحل :۴۴ ) .
ژباړه: او نازل کړی دی مونږ تا ته قرآن لپاره ددې چې ته يې بيان کړې خلکو ته ، هغه چې نازل شوي دي (په دغه قرآن ) کې دوی ته ( او بل لپاره ددې ) چې ښايي دوی (په دغه قرآن کې ) فکر او غور وکړي .
۳- صحابه کرام :
د علم تفسير دريمه منبع د صحابه کرامو اقوال او د قرآن څخه د هغوی اخذ او فهم دی ځکه چې هغوی پرته له واسطې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ارتباط کې وو.
۴- تابعين :
د علم تفسير څلورم مأخد د تابعينو اقوال دي ځکه چې هغوی د صحابه کرامو شاګردان دي.
۵- عربي ژبه :
د علم تفسير پنځم منبع عربي ژبه ده ځکه چې قرآنکريم په عربي باندې نازل شوی دی د قرآن په مقصد پوهېدل پرته له عربي څخه ناممکن دي.
www.dawat610.com
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله