د سر د ويښتانو د رژېدلو درملنه په قرآن او نبوي طب سره

له هرڅۀ د مخه ددي صفحي ټولو کارکوونکوته خپل سلامونه، نيکي هيلي او احترامات وړاندي کوم
او زما پوښتنه داده
کله چي دکوم سړي دسرويښتان رژيژي نو ددي دتداوي لپاره په نبوي طب او يا قرآنکريم کي داسي يوآيت شته چي ددي مشکل تداوي پري وشي که چيري وي نو دمهرباني له مخي يي سره شريک کړي او زما پوشتني ته لږ په مفصله توګه دمهرباني له مخي ځواب راکړي
ستاسي ټولو د دعوت داسلامي سايټ له کارکوونکو څخه نړي نړي مننه

حبيب الله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په قرآنکريم سره درملنه کول :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه رضی الله هنهم او د خير قرون علماؤ اکثراً په سوره فاتحه (الحمدلله) او معوذتين (قل اغوذ برب الفلق ، قل اغوذ برب الناس ) او نورو منسونه اذکارو او مسنونه دعا سره شرعي دم کړی دی .

ابن قيم رحمه الله وايي :

قال الإِمام ابن القيِّم رحمه الله تعالى: “لقد مرَّ بي وقتٌ في مكة سقمت فيه، ولا أجد طبيباً ولا دواءً فكنت أعالج نفسي بالفاتحة، فأرى لها تأثيراً عجيباً، آخذ شربه من ماء زمزم وأقرؤها عليها مراراً ثم أشربه فوجدت بذلك البرء التام.

ژباړه : زه به چي په مکه کې اوسېدل ، هلته به چې مريض شوم ، نه طبيب وو او نه درمل ، نو ما خپل ځان په فاتحه سره معالجه کولو ، او ما د هغه عجيب تأثير ليدلی دی ، څه د زم زم اوبه به مې واخيستلی په هغه به مې څو ځله الحمدلله ولوسته او بيا به مې و څښلې او په دې سره زه کامل جوړ شوم .

دوهم : طب نبوی سره علاج :

د رنجو په وسيله درملنه :

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي : (اكْتَحِلُوا بِالإِثْمِدِ فَإِنَّهُ يَجْلُو البَصَرَ ، وَيُنْبِتُ الشَّعْرَ) رواه الترمذي (1757) ، وصححه الألباني في “صحيح الترمذي” .

ژباړه : د (اثمد) رانجه استعمال کړئ ، ځکه دا (رانجه ) د سترګو ديد زياتوي او ويښتانو ته وده ورکوي .

[إِثْمِدِ] د رنجو يو ډول دی چې د تورې ډبرې څخه جوړيږي .

د خرما په وسيله درملنه :

خرما د ډيرو مرضونو درملنه کوي په خاصه توګه ويښتانو ته وده ورکوي او پوستکی صفا کوي .

حتی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي چې د خرما خړول د سام او سحر ضرر دفع کوي ،[من تمر العالية لم يضره ذلك اليوم سم ولا سحر]

د سيا دانې په وسيله درملنه :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : : «إن هذه الحبة السوداء شفاء من كل داء إلا من السام قلت ومالسام؟ قال : الموت »

ژباړه : يقيناً دا توره دانه (سيا دانه ) د هر مرض لپاره شفا ده پرته له سام څخه ، چا وويل : او سام څه دی ؟ و يې ويل : مرګ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً