د شنبې د ورځې رخصتي څه حکم لري

حکم العطلة یوم السبت

د اسلامي لارښود چلونکو ته !السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

تاسې ته به معلومه وي چې موجوده حکومت د شنبې ورځ د يهوديانو په پیروی سره رخصت اعلان کړه ، ددې ورځې رخصلت او لمانځنه څه حکم لري ؟

زاهد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يوم السبت ( د شنبې ورځ ) ، د يهودو اختر او د هغوی د عبادت ورځ ده او د هغوی ديني شعار بلل کيږي .

او يو الأحد (يکشنبې ) د نصاراؤ اختر ، د عبادت ورځ او د هغوی ديني شعار بلل کيږي .

لقوله سبحانه وتعالی : [إِنَّمَا جُعِلَ السَّبْتُ عَلَى الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ] ( النحل :۱۲۴ ) .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «ما طلعت الشمس ولا غربت على يوم خيرٍ من يوم الجمعة ، هدانا الله له وضل الناس عنه ، فالناس لنا فيه تبع هو لنا ولليهود يوم السبت وللنصارى يوم الأحد ” رواه أحمد ( 10305 ) ، وصححه ابن خزيمة ( 3 / 114 ).

ژباړه : په کومه ورځ چې لمر راخيږي او نه وي ډب شوی نه ده غوره مګر ورځ د جمعې ( چې غوره ورځ ده ) ، چې په هغه سره مونږ ته الله تعالی هدايت کړئ ، او ګمرا شوي خلک له هغه نه ، پس د خلکو څخه چې هر چا د هغه متابعت وکړ زمونږ څخه دي ،او د يهودو د پاره د شنبې ورځ ده او د نصاراو د پاره د يکشنبې .

د اسلامي شريعت په نزول سره پخواني شريعتونه منسوخ شوي دي ، د هغوی هر قسم عيقدتي او مذهبي تقليد حرام دی ، او د اسلامي شريعت پر ځای يې د تطبيق حلال ګڼل کفر دی .

يحکم بکفر من زعم ان الله تعالی يقبل مع الاسلام ديناً ، ولو کان مما انزله الله تعالی قبل ، فان بعثة سيدنا محمد صلی الله عليه والسلم نسخت الأديان و الشرائع السابق (شرح فقه اکبر/ القاري مکي الأفغاني ص ۵۲۸ ) .

ژباړه: پر هغه کس د کفر حکم دی څوک چې دا ادعا او عقيده لري چې الله تعالی له اسلام سره بل دين قبلوي ، ولو که پخوانی آسماني شريعت هم وي ، ځکه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په بعثت سره ټول پخواني اديات او شرائع منسوخ شوي دي .

او د هغوی هر ډول مذهبي او ديني تقليد حرام دی .

عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : من کثر سواد قوم فهو منهم و من رضی عمل قوم کان شريکا لمن عمله (المطالب العالية بزوائد المسانيد الثمانية ۲/۲۴ )  .

يعنې : څوک چې د کوم قوم ډله زیاته کړي  نو د هغوی له ډلې دی ، او څوک چې د يو قوم په عمل باندې راضي شي دی د هغه قوم په عمل کې شريک شميرل کيږي .

او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من تشبه بقوم فهو منهم » .

ددې حديث په شرح کې موسوعة الفقية ليکي :

وفي “الموسوعة الفقهية” (۱۲/۷) : التشبه بالكفار في أعيادهم : لا يجوز التشبه بالكفار في أعيادهم , لما ورد في الحديث : ( من تشبه بقوم فهو منهم ) , ومعنى ذلك تنفير المسلمين عن موافقة الكفار في كل ما اختصوا به

ژباړه : په موسوعة فقهيه کې د کفارو سره د تشبه په باره کې راغلي : د کفارو سره د هغوی د اخترونو په لمانځلو کې تشبه کول حرام دي ، په دليل ددې چې په حديث کې راغلي : «من تشبه بقوم فهو منهم » ( څوک چې د کوم قوم سره تشبه کوي د همغه قوم څخه به وشميرل شي ) ، او ددې معنی دا ده چې مسلمانان به په ټولو هغو امرو کې چې هغوی (کفارو) ته خاص وي تنفر او کرکه کوي .

د حضرت عمر رضی الله عنه په شرايطو کې چې ټول صحابه ورسره متفق ؤ راغلي دي چې اهل ذمه به په دار الاسلام کې خپل اخترونه نه ښکاروي او د هغه لمانځنه به نه کوي ، نو چې د کافر د پاره په دار الاسلام کې د کفري شعائرو او عقائدو لمانځل او ښکاره کول د مسلمانانو د پاره خطر وي ، مسلمانه ! ته چې د کفر په پوچو او باطلو عقدوي لمانځنو او شعائرو ورکډيږي آيا ستا دين ته به خطر نه وي ؟ (الفقه الإسلامي – التشبه المنهي عنه ص۵۳۳) .

تنبه : ددې حکومت اصل او بنياد له هيچا څخه پټ نه دی ، خو افسوس د داسې مأمورينو په حال چې هر څه ورسره په سرکوزی مني او د هيڅ قانون پر وړاندې هيچا مخالفت ونه کړ بلکي د څو پيسو او منزلت په بدل کې يې هر څه ورسره ومنل او مني يې .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً