علم اسباب نزول (شأنزول)

علم اسباب نزول يا شأنزول هغه علم دی چې د سورتونو او آيتونو د نزول د سبب ، وخت او ځای څخه بحث کوي .

د قرآنکريم نزول دوه قسمه شوی دی : اول قسم ابتداء ، او دوهم قسم د واقعې او سوال څخه وروسته نزول .

علم أسباب نزول خاص اهميت لري لکه : د شرعي حکم د حکمت او سبب پېژندل ، د حکم صحي تشخيص ، په معنی کې د اشکال لرې کول ، ځکه تفسير پرته د نزول د سبب له پېژندلو څخه ممکن نه دی ، علم اسباب نزول د قرآن د معنی د پوهېدو لپاره ډير مهم دی .

د شأنزول يا اسباب نزول له مخکې د آيتونو اقسام :

اول – قسم د کوم سبب پرته د قرآن نزول ، چې اکثراً قران همداسې نازل شوی دی .

دوهم – د يو سبب ، واقعې يا سوال په ارتباط نزول چې ځنې اسباب يې په لاندې ډول دي :

د يوې واقعې مينځته راتلو وروسته دا [وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ] آيت نازل شو (صحيح البخاري).

رسول الله صلی الله عليه وسلم چې کله د صفا غوندۍ ته وخوت قريشو ته یې نارې کړې هغوی يې د الله تعالی د عذاب څخه ووېرول ابولهب د رسول الله صلی الله عليه وسلم مقابل کې ګوستاخې وکړه او بيا دا ايت نازل شو [تَبَّتْ يَدَا أَبِي لَهَبٍ وَتَبَّ  مَا أَغْنَى عَنْهُ مَالُهُ وَمَا كَسَبَ] ( صحيح البخاري ۴۷۷۰ ) .

همدارنګه يوې ښځې د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د ظهار د حکم په باره کې سوال وکړ ، د هغه سوال په ځواب دا آیتونه نازل شول [قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ ]( المجادله ).

ژباړه : بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .

همدارنګه د بدر په غزا کې يو صحابي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د غنائمو په باره کې پوښتنه وکړه چې بيا دا آیت نازل شو : [يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلَّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللَّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بَيْنِكُمْ] (الأنفال :۱ ) .

ژباړه: (ای محمده!) له تا څخه د غنيمتونو په هکله پوښتنه کوي . ووايه چې غنيمتونه د الله او د هغه د رسول دي . نو بايد چې له الله نه وډار شئ ، خپلې داخلي اړېکې مو سره روغې او د الله او د هغه د رسول اطاعت وکړئ که تاسې مؤمنان ياست .

او بيا د غنمت د ويش د سوال په ځواب کې دا آيت نازل شو :[ وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى..] (الأنفال :۴۱) .

ژباړه : پوه شئ (ای مسلمانانو!) چې څه مو غنيمت کړل نو پنځمه برخه يې د الله ، رسول ، د رسول د خپلوانو ، يتيمانو ،مسکينان…

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 38 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً