د زرو اوښانو بار کاروان په صدقه کولو د قحطۍ ټغر ټول شو

دحضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې يو ځل د مدينې منورې په ښار کې سخته قحطي راغله چې ټول خلک يې د خوراکي موادو له نشوالی سره مخ کړي وو .
په همدې وخت کې د شام (سوريه ) د طرف يو لوی په خوراکي موادو بارتجارتي کاروان چې په ۱۰۰۰ اوښانو بار ؤ مدينې منورې ته راورسيد او دغه کاروان د حضرت عثمان رضی الله عنه ؤ .
د مدينې د ښار سوداګر د کاروان مخې ته ورغلل او هر يو د ګټې د فيصدې د لوړوالی وړانديز کولو حضرت عثمان رضی الله عنه عرض وکړ چه زه تر دې هم لوړه ګټه غواړم ، سوداګرو وويل مونږ داسې څوک نه پيږنو چې د مونږ په پرتله زياته ګټه درکړي ،حضرت عثمان رضی الله عنه وويل : زه هغه څوک پيږنم چه تر ۷۰۰ درهمو زياته ګټه راکوي .
ټول حيران شول او په حيرانتيا سره يې وپوښتل هغه څوک دي چه تر مونږ نه لويه ګټه درکوي .
حضرت عثمان رضی الله عنه وويل : هغه الله تعالی دی چې تر تاسې لوړه ګټه راکوي او وروسته ته يې دا آيت کريمه ولوستلو :
 وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَتَثْبِيتًا مِّنْ أَنفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِن لَّمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِير (البقره 265 ) .
د آيت د لوستلو وروسته ته يې د مدينې سوداګرو ته وويل ای سوداګرو! تاسې په ما باندې شاهد ووسئ چه ما دغه کاروان د مدينې د فقيرانو د پاره صدقه کړ .
د حضرت عثمان د سخاوت او ځوانمردي د اسلام په تاريخ کې بالکل بې مثاله ده چې دلته يې ذکر کول ناممکن دي .
هغه مال چې د الله تعالی د پاره مصرف شي هغه په حقيقت کې زمونږ مال دی او هغه مال چې زخيره کيږي هغه د بل مال دی چې يو ورځ به بل ته پاتي شي .
عزيزانو ! څرنګه چې تاسې ټولو ته معلومه ده چې د دنيا مال او متاع د آموينې د پاره انسان ته ورکړی شوی ده که نه هيڅ څوک هم بغير له څو مترو کفن او څو ساتنی ځمکې مالک نه دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : له مړي سره دری څيزونه ملګري وي دوه څيزونه بيرته ورڅخه راګرځي او يو څيز له مړی سره پاتي کيږي هغه چې بيرته ترې نه راځي خپلوان او سرمايه ده او هغه چې ورسره پاتي کيږي د هغه عمل دی .
حضرت عمر فاروق د قحطی په وخت په وږی نس شپې سبا کولی تر څو د نورو خلکو له لوږي خبر وي او حضرت عثمان د خپل ستر کاروان په صدقه کولو سره د مدينی د ښار څخه د قحطۍ ټغر ټول کړ .
الله تعالی زمونږ د مظلوم ،بې چاره ،بې کسه او بې وسه ولس سوداګرو ته هدايت وکړي .
د ولس سوداګرو ته مو دا وړانديز دی چې ژمۍ راروان دی او خلک هسې هم د سختي بې وسۍ سره مخ دي د تاسې بايد خوراکي موادو ډيره زياته توجه وي .
د الله تعالی په خاطر د خلکو سره د خواخوږی په خاطر تاسې مو د پاڼګې لويه حصه په دې برخه کې ولګوﺉ .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. امین لوی خدای ج دی زمونږ ټولو تجارانوته هدیات وکړی دغه ښکلی مطلب اوستا پیغام به دخپلی مجلی له لاری زه هم نشر کړم ترڅو په زر
    ګونو هیواد والوته وروسیږی ځکه زمونږه روانه مجله چی له چاپه راوزو ۵۰۰۰ جلده ده او ډیرپکی د آن لاین اسلامی لارښود مطلبونه دی خدای مو همیشه بریالی لره

  2. د حقيقت لار مجلې مسئول ته !
    اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
    الله جل جلاله زمونږ سره نور هم توفيق درکړي تر څو د خدای مخلوق ته دين ورسوو.
    نن تر ټولو حساس شرايط دي ددې پر ځای چې نړيوالو ته مو د دين په رسولو کې برخه اخستی وای نن زمونږ کور او کلی ته کفر راغلي او هغوی غواړي چې اسلام له بيخه وباسې او پر ځای ديموکراسي يا ساختګي نظام برقرار کړي .
    الله دې دوی سپک او شرمنده زمونږ له هيواد څخه وشړئ .
    نن ورځ چې څوک خپل قوت او استعداد نه کاروي نو بيا به یې په کومه ورځ کاروي .
    يو ځل بيا په ټولو هيوادوالو غږ کوو چې څه مو په وس پوره وي د دين په مرسته کولو کې يې مه سپموئ .

    په آخر کې د ښاغلي تره خيل څخه هيله کوو که ممکن وي ددې مجلې يو يو کاپې مونږ ته هم را استوي تر څو خلک يې خپل کمپيوټرو ته ښکته کړي .
    وسلام عليکم

  3. محب الله عابد

    لمړی اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته ورسته خدای (ج)د ی تاسی ته اجرونه درکړی چه داسی ښکلی اوپه زړه پوری معلومات خپروی واقعآچه ښکلی مطلب وو وسلام