د اسراء او معراج حکمت څه وو ؟

اسلام و علیکم ، محترم مسئول آن لاين اسلامي لارښود
یک پرسش دارم چرا واقعه اسرا و معراج روخ داد

خوشحال

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې ولې د معراج واقعه مينځته راغله او حکمت يې څه وو ؟

په حکمت يې حکيم ذات (جل جلاله)خبر دی او هغه ته ښه څرګند دی .

علماؤ د معراج ځينې حکمتونه داسې بیان کړي دي .

۱- د رسول الله صلی الله عليه وسلم عزت او کرامت او فضيلت .

۲- پر ټولو پيغمبرانو باندې د رسول الله صلی الله عليه وسلم غوره والی ځکه چې د معراج په شپه کې يې په بيت المقدس کې د ټولو پيغمبرانو امامت وکړ .او اعلان ددې خبرې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم آخرين پيغمبر دی .

۳- په دې باندې تأکيد چې پيغمبران ټول سره وروڼه دي او ټول د يو هدف لپاره چې د توحيد لورې ته دعوت دی استول شوي دي .

۴- ددې خبرې اعلان چې اسلام د ټول بشريت دين دی او د ټولې نړۍ لپاره استول شوي دی ، په دې مبارک سفر کې مسجد الحرام او بيت المقدس دواړه قبلې جمع شوي دي ، ځکه چې په بيت مقدس او د هغه شا او خوا کې ډير پيغمبران مبعوث شوي ، نو اسلام شامل دی ټولو فضيلتونو او ټولو اړخونو ته .

قال تعالى: [سبحان الذي أسرى بعبده ليلا من المسجد الحرام إلى المسجد الأقصى الذي باركنا حوله لنريه من آياتنا إنه هو السميع البصير] .

۵- او ځينې په دې نظر دی چې د اسراء او معراج حکمت د رسول الله صلی الله عليه وسلم غم وو ، ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل کومک کوونکي له لاسه ورکړل تره ابو طالب ، ميرمنه بی بی خديجه وفات شوي وو او دغه کال د غم کال بللی وو ، او همدارنګه د طائف په سفر د مشرکانو لخوا په عذاب شوی وو ، د الله سبحانه وتعالی همدا اراده وه چې خپل وروڼه پخواني پيغمبران وويني ، جنت او دوزخ وويني او خير او شر جزا وويني ، او همدانګه په ده باندې لمونځونه نازل شول کوم د لمانځه په وسيله د بنده مرسته او مدد کيږي .

(موقع الاسلام ويب ، و المنبر الاسلامي )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً