په امام پسې د فاتحې ويل څه حکم لري ؟

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:

د امام ابوحنیفه رحمت الله په مذهب کی په امام شاته د فاتحی سورت نه لوستل کیږی خو اوس بغض خلک وایی چه لوستل بهتر.
اوس پوښتنه داده چه
د فاتحی سورت لوستل د امام پسی بهتره او که نه لوستل په دلایلو سره راته واضح کړی.

به درناوی – محمد صديق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د احنافو په نزد مقتدي به فاتحه او قرآئت نه لولې بلکي چوپ به وي نظر په لاندې دلائلو :

۱لقوله سبحانه وتعالی : {وإذا قرئ القرآن، فاستمعوا له وأنصتوا لعلكم ترحمون} [الأعراف:204/7].

امام احمد رحمه الله وايي : چې په دې باندې د خلکو اتفاق دی چې ددې آيت څخه مقصد لمونځ دی .

او دا په غوږ نيولو او چپوالی باندې امر دی چې عوږ نيول خاص جهري قرائت لره دي او چپوالی ورو قرآئت لره دی نو په لمونځ کوونکو واجب ده چې جهري او سريري قرائت لره چپ وي .

۲- رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من صلى خلف إمام، فإن قراءة الإمام له قراءة» (رواه أبو حنيفة رحمه الله عن جابر رضي الله عنه)

يعنې : څوک چې امام پسې لمونځ کوي ، پس د امام قرائت د ده (مقتدي قرائت دی ) .

چې جهري او سرېرې دواړو لره شامل دی .

او همدارنګه فرمايي : «إنما جعل الإمام ليؤتم به، فإذا كبر فكبروا، وإذا قرأ فأنصتوا» (رواه مسلم عن أبي هريرة) .

يعنې : امام خاص ددې د پاره تعين شوی چې په هغه پسې اقتدا وشي ، کله چې تکبیر ووايي نو تاسې هم تکبير ووايی او کله چې قرائت وايي نو تاسې چپ شئ .

همدارنکه په متفق عليه حديث شريف کې راغلي دي چې :رسول الله صلی الله عليه وسلم د ماسپخين لمونځ کولو ، يو کس ورپسې سبح اسم ربك الأعلى لوستلو ، کله چې د لمانځه څخه فارغ شو پوښتنه يې وکړه چا قرائت لوستلو ؟ يو کس وويل ما لوستلو جناب وفرمايل : «لقد ظننت أن بعضكم خالجنيها» (متفق عليه) .

يعنې : يقيناً ما فکر وکړ چې ځنې د تاسې [خالجنيها ای نازعنيها ] وتونکې ياست چې دا په لمانځه کې په امام پسې د قرآئت ويلو په انکار دلالت کوي .

دا مسئله په فقه الاسلامي وادله داسې نقل شوې ده :

أما المقتدي: فلا قراءة عليه عند الحنفية للأدلة الآتية (4) :
1 ً – الكتاب: قال تعالى: {وإذا قرئ القرآن، فاستمعوا له وأنصتوا لعلكم ترحمون} [الأعراف:204/7]، قال الإمام أحمد: «أجمع الناس على أن هذه الآية في الصلاة» وهي تأمر بالاستماع والإنصات، والاستماع خاص بالجهرية، والإنصات يعم السرية والجهرية، فيجب على المصلين أن يستمعوا فيما يجهر به، وأن ينصتوا فيما يسر به. وبما أن الأحاديث تطلب القراءة، فقد أصبحت دلالة الآية مفيدة للوجوب، الذي يقتضي مخالفته كراهة التحريم.

(4) البدائع:110/1 ومابعدها، مقارنة المذاهب في الفقه للأستاذين شلتوت والسايس: ص25ومابعدها.

2 ً – السنة: قال النبي صلّى الله عليه وسلم : «من صلى خلف إمام، فإن قراءة الإمام له قراءة» (1) وهو يشمل السرية والجهرية.وقال عليه السلام أيضاً: «إنما جعل الإمام ليؤتم به، فإذا كبر فكبروا، وإذا قرأ فأنصتوا» (2) .
وفي حديث آخر: أن النبي صلّى الله عليه وسلم صلى الظهر، فجعل رجل يقرأ خلفه: سبح اسم ربك الأعلى، فلما انصرف، قال: «أيكم قرأ» أو أيكم القارئ، فقال الرجل: أنا، فقال: لقد ظننت أن بعضكم خالجنيها» (3) أي نازعنيها. وهذا يدل على إنكار القراءة في صلاة سرية، ففي الجهرية أولى.
——————————-
(1) رواه أبو حنيفة عن جابر رضي ال عنه.
(2) رواه مسلم عن أبي هريرة.
(3) متفق عليه عن عمران بن حصين.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً