په افغانستان کې د شرعي نظام بنسټ ايښودونکی ، د نړيوال کفري اشغال پر وړاندې د جهاد رهبر شيخ ملا محمد عمر رحمه الله هم له دې فاني نړي کوچ وکړ .
انا لله و انا اليه راجعون
روح يې د ښاد او دوښمن يې دې ناښاد وي
څوک چې په الله تعالی او ورځ د آخرت رښتنی ايمان لري هغه په دې پوهيږي چې ملا محمد عمر رحمه الله او د هغه لارويانو د اسلام لپاره سترې قربانۍ ورکړي دي ، له ملک څخه يې د فساد تغر ټول کړی او د کفري اشر پر وړاندې يې کلکه مبارزه کړې ده .
شيخ رحمه الله په معاصر تاريخ کې يوازنی افغان مشر ؤ چې توکل يې يوازې پر الله تعالی ؤ ، د الله تعالی پرته له هيچا څخه نه وېرېده ، د خالصې او پاکې عقيدې څښتن ؤ .
نور د ده عقيده او تګلاره له لاندې لنډ بيان او پيغام څخه ښه څرګنديږي .
(Visited 51 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله