تبرک

تعريف :

تبرک د برکت له کلمې څخه اخيستل شوی چې زيادت او کثرت او طلب د خير ته وايي .

چا به چې نوی واده وکړ رسول الله صلی الله عليه وسلم به هغه ته د مبارکۍ داسې الفاظ ويل : «بارك الله لكما، وبارك عليكما، وجمع بينكما في خير».

د تبرک انواع :

تبرک په مشورع (روا ) او غير مشروع ( نا رواه ) ويشل شوی دی .

اول- تبرک مشروع :

د قرآن او سنتو د نصوصو څخه دا څرګنديږي چې تبرک او برکت د الله تعالی د جانبه دی ، مسلمان لره ښايي چې دا عقيده ولري چې برکت د الله تعالی د طرفه دی او د هغه (جل جلاله ) په واک کې دی او د مخلوق له جانبه نه دی .

داسې ويل غلط دي چې څوک وايي : ته دې برکتي شي ، ستا اولاد دې برکتې شي ، بلکي داسې به وايي : الله تعالی دې ستا او ستا اولاد برکتي وګرځوي يا داسې: الله دې ستا او ستا اولاد مبارک کړي .

د تبرک د مشروعيت دلائل :

الله سبحانه وتعالی ځنې شيان مبارک ګرځولی دي

لکه د هغه (جل جلاله ) کتاب قرآنکريم :[كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ مُبَارَكٌ] (الأنعام: ۹۲).

ژباړه:(او دا قرآن) کتاب مونږ نازل کړی دی مبارک ( له برکت نه ډک) .

بيت الله شريف او د قدر شپه ، لقوله سبحانه وتعالی :[إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا] (آل عمران: ۹۶) .

ژباړه:هغه لومړنې خونه چې د خلکو لپاره ټاکل شوی ده په مکه کې ده ، هغه مبارکه ( د برکت نه ډکه ده ) .

[إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ] (الدخان: ۳).

ژباړه : مونږ قرآن په يوه مبارکه شپه کې نازل کړی .

پس برکت ټول د الله تعالی د جانبه دی او د الله فضل او کرم دی هغه چې څنګه وغواړي هسې کولای شي دا چې ځېنې شيان يې برکتي ګرځولی دا يې فضل او کرم دی .

په ځينو شيانو کې چې برکت دی هغه د قرآن او ستنو په نصوصو باندې ثابت دی لکه : باران برکت دی ، د زم زم اوبه برکت دی .

پوښتنه : دا چې الله (جل جلا له) ځېنې شيان په برکت سره خاص کړي دي نو په هغه کې څه ډول تبرک او برکت دی ؟

ځواب : په دغو شيان کې تبرک فرق کوي په ځينو کې معنوي او په ځينو کې ذاتي تبرک دی .

مثال ..

۱- بيت الحرام : په مسجد الحرام کې معنوي برکت دی ، يعنې برکت ددې جانبه دی چې په هغه کې يو لمونځ کول د يو لکو لمونځونو ثواب لري ، نو دغه د ثواب زيادت يې برکت دی او همدارنګه د طواف فضيلت يې برکت دی ، نو په مسجد الحرام کې چې کوم برکت دی هغه معنوي برکت دی ، ذاتي برکت نه دی ، دا چې خلک د هغه ديوالونه ، غولی او نور مسحه کوي په هغه باندې دسمالونه موښي او هغه دسمالونه بيا برکتي ګڼې په هغه کې هيڅ برکت نشته بلکي برکت په عبادت کې دی .

۲- د زم زم اوبه : د زم زم په اوبو کې ذاتي برکت دی چې د هغه څښل دي ، طعام دی او د مرضونو شفا ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إنها مباركة إنها طعام طعم » (رواه المسلم) .

ژباړه: د زم زم اوبه مبارکې دي او دا اوبه خوندوره عذا او خوراک دی .

او په بل روايت کې راځي : « وشفاء سقم» ( او مرض لپاره شفاء ده ) .

مګر د زم زم په اوبو کې معنوي برکت نشته .

۳- حجرة اسود : په حجرة اسود کې معنوي برکت دی ځکه د هغه په مسحه کولو سره د ګناهونو بښنه کيږي لکه په حديث شريف چې راغلي دي : «إن مسح الحجر الأسود والركن اليماني يحطان الخطايا حطا »( رواه أحمد و صحيح الجامع)

۴- ليلة القدر (د قدر شپه ) : په ليلة القدر کې معنوي برکت دی چې په دغه شپه عبادت کول د زرو مياشتو د عبادت برابر ثواب لري .

۵- اشخاص : الله تعالی په ځينو اشخاصو کې برکت اچولی او هغوی يې مبارک ګرځولي دي په اشخاصو کې څه قسم برکت دی ؟

په اشخاصو کې معنوي برکت دی ، مسلمان مبارک دی ځکه د هغه دعا کول بل مسلمان ته، د هغه نصيحت ، امر بالمعروف او نهی عن المنکر او علم يې ، د خير په کار کې مرسته کول يې د بل مسلمان لپاره منفعت دی چې دا منفعت معنوي برکت دی .

يعنې په ټولو صالحو مسلمانانو کې معنوي برکت دی نه ذاتي چې دا برکت د نصيحت ، دعا ، علم … له وجې دی .

او دا برکت د اسلام او ايمان له وجې دی ، د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د متابعت له وجې دی .

پس ويلای شو چې مشروع تبرک په دری قسمه دی :

تبرک ديني ، تبرک دنيوي او تبرک ديني او دنيوي .

مثلاً :

قرآنکريم کې ديني او دنيوي برکت دی .

ديني برکت يې تلاوت دی چې د هر حرف په تلاوت سره لس نيکۍ دي ، په هغه باندې عمل کول او بل کس ته هديه کول دي .

دنيوي برکت يې شفاء ده ، علوم دی لکه : علم طب ، علم فلق چې عامو انسانانو حتی کافران ته يې ګټه رسيدلی ده ځکه د قرآنکريم څخه علمي انشافات کړي دي.

مګر په قرآنکريم کې ذاتي برکت نشته لکه : د زم زم په اوبو کې چې وو .

يعنې د قرآن برکت د هغه تلاوت ، په هغه باندې عمل کول دي .

خو دا يې برکت نه دی چې قرآن ته څو غلافه وکړه په هغه کې يې تاو کړه او د کور په کوم ديوال کې يې کيږده او بيا وایه چې زه په کور کې قرآن لرم . ….

د قرآن اصلي مقصد په هغه باندې عمل کول دي ، د قرآن تلاوت او د هغه احترام کول فضيلت دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً