شرک اصغر (کوچنی شرک) ، عبارت له هغه شرک څخه دی چې د الله تعالی په عبادت کې غير الله شريک کړي ، يعنې عبادت په اصل کې الله تعالی لره وي مګر په هغه کې يو برخه او حصه د غير الله لپاره هم وي لکه : ريا ، په غير الله باندې قسم کول او نور .
شرک اصغر کبيره ګناه ده لکن د توحيد او ايمان باطل کوونکی نه دی .
مثال : يو سړی د مخلوق او يا غير الله د پاره لمونځ کوي داسې چې اودس نه لري خو خلکو ته ځان ښيې چې ما لمونځ وکړ دا سړی مسلمان نه دی بلکي منافق دی او لمونځ يې اصلاً د غير الله لپاره وو .
بل کس مثلاً د ماسپخين سنت لمونځ په ښه شان ادا کوي ، تر څو خلک ووايي چې دی ښه لمونځ ادا کوي او د ده صفت وکړي .
نو اوس په اول او دوهم عبادت کې څه فرق دی ؟
ځواب :
اول صورت د عبادت شرک وو ، ځکه عبادت يې کاملاً د غير الله لپاره وو او شرک اکبر دی .
دوهم صورت په عبادت کې شرک څه ډول شرک ، د عبادت ښايسته کول په دې نيت چې خلک دده صفت وکړي ، په اصل کې عبادت د الله لپاره وو خو په هغه کې شرک کډ شو چې ريا ده او دا شرک اصغر دی .
مثال : يو کس د کوډګر ، کاهن او يا د قبر د صاحب لپاره ذبح کوي په دې نيت چې زما حاجت يې پوره کړ ، او ما ته يې شفا را برخه کړه (الغياذ بالله ) نو دا ذبح د غير الله لپاره شوه شرک اکبر دی .
مګر يو بل کس د الله تعالی لپاره ذبح کوي مګر خلکو ته ځان ښيې تر څو هغوی يې صفت وکړي نو دا ريا او شرک اضعر شو .
آن لاين اسلامي لارښود